جلال اباد (پژواک، ۱۳ مرغومى ٩٥): د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، په جلال اباد ښار کې يې ۸ روغتونونه د پرسونل د کموالي، قانوني اسنادو نشتوالي او سټنډرډ نه مراعتولو له امله تړلي دي.
د ځايي چارواکو معلوماتو له مخې، په دغو مرکزونو کې البدر، الفوزان، داودزی، جلال اباد ميډيکل کمپلېکس، طوطاخېل روغتيايي مرکز، ملالۍ روغتون او ډاکټر ايمل شېرزی شخصي کتنځی شامل دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال د مرغومي په ۱۳مه پژواک اژانس ته وويل، په يادو روغتيايي مرکزونو کې د ځينو يې يواځې څو برخې تړل شوې او ځينې يې په مکمل ډول تړل شوي دي.
هغه زياته کړه، دغه روغتيايي مرکزونه د کاري پرسونل کموالي، قانوني اسنادو نشتوالي او د وزارت له خوا ټاکل شويو سټنډرډونو ته د نه پاملرنې له امله له دغې قانوني سزا سره مخامخ شوي دي.
دی وايي، يادو روغتيايي مراکزو ته يې اخطاريې ورکړي او سپارښتنې يې ورته کړي او وخت يې هم ورته ټاکلی، چې خپلې نيمګړتياوې پوره کړي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي هم پژواک ته وويل، دغه چاره د والي ګلاب منګل په لارښوونه ترسره شوې ده.
هغه زياته کړه، والي د ننګرهار د روغتيايي وضعيت د ارزونې پرمهال د عامې روغتيا رياست ته لارښوونه کړې، چې هم دې د غير معياري درملو مخه ونيسي او هم دې د خصوصي روغتيايي مرکزونو وضعيت وڅېړي او د ستونزو پرمهال دې وتړل شي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړې حميرا رفيع د دغه ګام ستاينه کوي؛ خو نيوکه يې دا ده، چې دغه ډول کړنې تل نمايشي وي او د وخت په تېرېدو بېرته ياد مرکزونه پرانيستل کېږي.
دې وويل، په جلال اباد ښار کې پخوا هم ځينې روغتيايي مرکزونه تړل شوي و؛ خو اوس بېرته پرانيستل شوي دي.
د جلال اباد ښاريان هم د دغه ګام د ستاينې ترڅنګ له چارواکو غواړي چې بايد دغې چارې ته دوام ورکړي او د لنډ وخت پورې دې نه محدودوي.
د احمدالله په نوم د ښار يو اوسېدونکي په دې اړه پژواک ته وويل: ((موږ تل له رسنيو نه همدا خبرونه اورو، خو په ښار کې مو هېڅ روغتيايي مرکز بند ونه ليد، څه ناروا نه ده، چې دغو روغتيايي مرکزونو کې نه کيږي، دوايانې په لوړه بيه خرڅوي، مجهز نه وي، ډاکټران يې مسلکي نه دی.))
خو د ننګرهار د عامې روغتيا رييس نجيب الله کامه وال وايي، د مرکزونو تړل کېدل دا معنا نه لري، چې تل به بند وي، بلکې کله چې د دوی شرايط برابر کړي، بېرته پرانيستل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن