کندهار (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٥): "ټول بند ښوونځي دې خلاص شي، موږ نجونو ته د زده کړې اجازه ورکوو، موږ کتاب او قلم غواړو."
دا د هغه کمپاين شعارونه دي چې زده کړو ته د خلکو د هڅولو او د تړلو ښوونځيو د پرانيستلو په موخه د نوي زېږدیز کال له لومړۍ ورځې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ له یوې لرې پرتې سیمې پیل شو.
د دغه کمپاین سمبالښت د قلم لار ټولنې کړی و چې له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د بندو ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره هڅې کوي.
د يادې ټولنې مسوولین وايي، د نوي کال له لومړۍ ورځې یې یو ځل بیا د بندو ښوونځیو د پرانیستلو په موخه کمپاین پیل کړی چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو هغو سیمو ته به وغځول شي چې ښوونځي په کې بند دي.
د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په دې وروستیو کې يې د ټولنیزو رسنیو له لارې خبر ورکړی و چې یو ځل بیا د بندو ښوونځیو د بېرته پرانیستل کېدو په موخه کمپاین پیلوي.
هغه زیاته کړه، دغه کمپاین یې د سپین بولدک ولسوالۍ له یوې داسې لرې پرتې سیمې را پیل کړ چې هلته هېڅ ښوونځی نشته، خو اوسېدونکي یې له حکومت څخه ښوونځي غواړي.
د ده په خبره، په دغه کمپاین کې ځایي اوسېدونکو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی و او ټولو په یوه اواز ویل چې زده کړې یې د ماشومانو حق دی او نه غواړي چې هغوی نور په تیارو کې ژوند وکړي.
دی وايي، په دغه کمپاین کې تر ټولو مهم ټکی دا و چې خلکو ویل نجونو ته د زده کړې اجازه ورکوي.
ویسا زیاتوي، خلکو د دغه کمپاین له لارې غوښتنه وکړه چې حاضر دي خپل ماشومان (نجونې او هلکان) ښوونځیو ته ولېږي او هم په خپله د ښوونځیو ساتنه وکړي.
د هغه په وينا، اوس د پخوا په پرتله تر ډېره د خلکو فکر بدل شوی او هغسې نه دي چې ګومان کېده ښوونځي نه غواړي او یا نجونو ته د زده کړې اجازه نه ورکوي.
نوموړي وویل، هوډ یې کړی دغه کمپاین د هېواد د ۳۴ ولایتونو هغو سیمو ته وغځوي چېرې چې ښوونځي بند دي او ماشومانو ته د زده کړې هېڅ اسانتیاوې نه دي برابرې شوي.
ده زياته کړه، په دغه کمپاین کې به تر ډېره له موټرسایکلونو کار اخلي او ډېرو هغو سیمو ته به د پوهنې پیغام رسوي چې د موټر لار نه ده ورغلې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن