ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نيمروز ولايت د مستوفيت عوايد لوړ شوي

د نيمروز ولايت د مستوفيت عوايد لوړ شوي

author avatar
4 Jan 2017 - 15:50
د نيمروز ولايت د مستوفيت عوايد لوړ شوي
author avatar
4 Jan 2017 - 15:50

زرنج (پژواک، ١٥مرغومى ٩٥): د نيمروز ولايت مستوفيت وايي چې د دې ادارې عوايد په روان زېږديز کال کې د تېر کال په پرتله نږدې ٢٠ سلنه لوړ شوي دي.

د نيمروز مستوفي ضياءالدين ضيا پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې ادارې په روان مالي کال کې ٥١٢ ميليونه افغانۍ عوايد را ټول کړي، په داسې حال کې چې دا شمېره تېر کال ٤١١ ميليونه افغانۍ وه.

نوموړي زياته کړه: ((کوم هدف چې په روان کال کې د ماليې وزارت له لوري ټاکل شوى و، ٤٦٢ ميليون افغانۍ و، خو موږ توانېدو چې له ټاکل شوي هدف نه ٤٩ ميليونه زياتې افغانۍ لاسته راوړو.))

د نيمروز مستوفي د عوايدو زياتېدو لامل په نيمروز ولايت کې غوره امنيت، ښه حکومتولي  او د قانون پلي کېدنه وبلله او ویې ويل چې هڅه کېږي، څو د نوو عايداتي سرچينو په ترلاسه کولو سره د عوايدو کچه تر دې هم لوړه شي.

نوموړي زياته کړه چې د مخابراتي شبکو فعاليت، د جايدادونو پلور، پر عادياتو ماليه، د خصوصي موسسو او شرکتونو فعاليت د دې ادارې د عايداتو د ټولولو سرچينې دي.

د زرنج ښار يوه اوسېدونکي عبدالمنان وويل چې اوسمهال په ښار کې کاروبار ښه نه دى او دولت بايد ماليات کم کړي، څو له يوې خوا بيې ښکته شي او له بلې خوا يې هټۍ وال د ورکړې توان ولري.

خو د نيمروز مستوفي وويل چې په افغانستان کې ماليات د ګاونډيو هېوادونو له مالياتو کم دي، هر وخت چې هټۍ وال په يوه کال کې له ١٥٠زره افغانيو کم کار وکړي، له مالياتو معاف دى او که چېرته له دې زيات وي، په هرو سرو زرو افغانيو کې يوازې سل افغانۍ ماليه ترې اخيستل کېږي چې ډېرې ناچيزې پيسې دي.

نوموړي زياته کړه چې هټۍ والو ته پاڼې ورکول کېږي، څو په هغه کې د خپل کلني کاروبار اندازه ياده کړي او وروسته  د مستوفيت له لوري پلاوى ټاکل کېږي او ورکړل شوې شمېرې څېړي او پر بنسټ يې ماليات ټاکل کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.