ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کندوز پوليسو په لیکو کې دې جدي اصلاحات رامنځته شي”

“د کندوز پوليسو په لیکو کې دې جدي اصلاحات رامنځته شي”

author avatar
4 Jan 2017 - 15:37
“د کندوز پوليسو په لیکو کې دې جدي اصلاحات رامنځته شي”
author avatar
4 Jan 2017 - 15:37

کندوز (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٥): د کندوز نوى امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولايت د امنيت د ښه والي لپاره بايد د پوليسو په ليکو کې جدي اصلاحات رامنځته او تر څنګ يې د خلکو او امنيتي ځواکونو تر منځ همکاري پياوړې شي.

خو د کندوز نوي مقرر شوي امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د کندوز ولايت په مرکز او ولسواليو کې د غوره امنيت د تامين لپاره بايد پر څو برخو ډېر ټينګار وشي.

هغه زياته کړه: "په لومړي قدم کې بايد په بېلابېلو برخو کې په پوليسو کې اصلاحات راشي، دويمه هڅه مو دا ده چې څنګه کولى شو له بېلابېلو اقشارو نه د امنيت د تامين لپاره ولسي تنظيم رامنځته کړو، ځکه چې د امنيت په خوندي کولو کې خلک ډېر مهم او اغېزناک رول لري."

د کندوز امنيه قوماندان د امنيتي ځواکونو او نورو بنسټونو تر منځ همغږي مهمه وبلله او وويل، هڅه کوي چې د امنيتي ځواکونو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

حميدي وويل چې په پوليسو کې يې اصلاحات پيل کړي، د کندوز پوليسو په ليکو کې د غير مسلکي افراد د شتون، ځواکونو ته د وسلې او مهماتو د لېږد او ځينو پوليس منسوبينو د ناغېړۍ په اړه شکايتونه شته، خو څېړنه يې وخت غواړي.

د کندوز نوي امنيه قوماندان زياته کړه: ((د امنيتي ارګانونو تر منځ بايد همغږي شتون ولري، اوسمهال دا همغږي شته او بايد پياوړې شي.))

نوموړي ټينګار وکړ چې د دغه ولايت خلک تر ډېره د وسله والو مخالفينو د شعارونو تر اغېز لاندې راغلي، خو بايد خلک ډاډمن وي چې په دې ولايت کې به تېرې پېښې يو ځل بيا تکرار نه شي.

د کندوز ولايت دغه لوړ پوړي امنيتي چارواکي څرګنده کړه چې په کندوز کې د امنيتي ځواکونو ژمني عمليات د پلان له مخې په بريالي ډول مخته ځي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: ((اوسمهال مو عمليات د کندوز ښار په حضرت سلطان او ملا سردار کلو کې روان دي، دې اړتيا پېښېږي چې يو لړ استحکامات ولرو او له دې وروسته په نورو ساحو کې عمليات پيل کړو.))

حيمدي تر دې وړاندې د هرات امنيې قوماندانۍ د امنيت امر، د کورنيو چارو وزارت د سيمه ييزو پوليسو عمومي رياست د مرستيال او د ياد شوي وزارت په نورو برخو کې دنده تر سره کړې ده.

کندوز ولايت په تېر يوه کال کې دوه ځله د وسله والو مخالفينو لاس ته ورغى او اوسمهال هم ددې ولايت په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړې روانې دي، 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.