ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د يوه تخنيکي او مسلکي انسټيټيوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل کې د يوه تخنيکي او مسلکي انسټيټيوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

author avatar
4 Jan 2017 - 18:48
کابل کې د يوه تخنيکي او مسلکي انسټيټيوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه
author avatar
4 Jan 2017 - 18:48

کابل (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٥): په کابل ښار کې د متحده عربي اماراتو په پنځه ميليون ډالره  مرستې يو تخنيکي او مسلکي انسټيټيوټ جوړيږي.

د دغه انسټيټيوټ د بنسټ ډبره، نن د پوهنې وزارت د چارواکو او کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفير له لوري د کابل ښار د دوولسمې ناحيې په احمدشاه بابا مېنې سيمه کې کېښودل شوه.

د پوهنې وزارت سرپرست او معين اسدالله محقق وويل: "افغانستان د پوهنې د ښه والي په ځانګړي ډول حرفوي او مسلکي برخو کې د بلې هرې برخې په پرتله ډېره زياته اړتيا لري.

د  پوهنې وزارت ياد لوړپوړي چارواکي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د تخنيکي او مسلکي مرکزونو د زياتوالي لپاره پلانونه او طرحې د دغه وزارت د کار په لومړيتوب کې دي، زياته کړه چې د دغو پلانونو په عملي کېدو سره به په هېواد کې د کار بازارونو اړتيا ته په پام سره ټولنې ته متخصص فني او حرفوي کدرونه وړاندې کړي، چې له يوه لوري به د بازار د کار اړتيا ورسره پوره شي او له بل لوري به هم ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.

د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي تعليماتو معين محمد رحيل فورمولي وويل، چې دغه انسټيټيوټ د خليفه بن زايد خيريه بنسټ له لوري د متحده عربي اماراتو د پنځه ميليون ډالرو مرستې په پايله کې تر دوو کلونو پورې ګټې اخيستو ته وړاندې کېږي.

نوموړي زياته کړه، دغه تخنيکي او مسلکي انسټيټيوټ چې په پنځه جريبه ځمکه کې جوړيږي، درسي ټولګي، لابراتوارونه، د علمي کارونو ورکشاپونه، د لوبو ميدان او نور درسي وسايل لري چې د شا وخوا زرو محصلينو د جذب ظرفيت به ولري.

ورته مهال په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو سفير علي جمعه الکعبي، د خپل هېواد له لوري د ياد تخنيکي او مسلکي انسټيټيوټ د جوړولو په اړه خوښي څرګنده کړه او د خپل هېواد په استازيتوب يې ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره به د متحده عربي اماراتو مرستې په ټولو ډګرونو په ځانګړي ډول د پوهنې په برخه کې دوام وکړي.

د احمدشاه بابا مېنې يوه اوسېدونکي سميع الله د دغه انسټيټيوټ د جوړېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او پژواک ته يې وويل، چې د دا ډول تحصيلي ځايونو جوړول له دولسم ټولګيو څخه سلګونه فارغه شوو زده کوونکو ته د زده کړو مينه برابروي.

کابل ښار کې په داسې حال کې د دغه تخنيکي او مسلکي انسټيټيوټ د بنسټ ډبره کېښودل کېږي، چې د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د هېواد په کچه شا وخوا ٣٠٠ تخنيکي او مسلکي مرکزونه فعاليت کوي، چې له ٨٥ زره زيات محصلين پکې په زده کړو بوخت دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.