کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٥): تېره ورځ په ايران کې د یوې زلزلې له امله څلور افغانان مړه شوي دي.
ايراني رسنيو د مرغومي په ١٨مه خبر ورکړى چې دا زلزله پرون (د جمعې ورځ) د سهار شاوخوا شپږ بجې د فارس په ولايت کې شوې وه.
سرچينې زياته کړې چې زلزله د ريختر په کچه ٥،١ درجې وه او د ځمکې د څلور کيلومتره په ژوروالي کې رامنځته شوې وه.
د ايران د طبيعي پېښو ادارې مشر حسين فياض پور ويلي چې په دې پېښه کې څلور کسان مړه او يو بل ټپي شوی چې ټول افغانان دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ياده سيمه کې ګڼ شمېر کورونه هم زيانمن شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن