کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٥): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د پټرول، ډېزل تېلو او بورې بيې راټيټې شوې، خو د عربي سرو زرو بيې لوړې شوې دي.
د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د يوه ليټر ډېزل تېلو بيه د وارداتو د زياتوالي له امله له ٤٢ افغانۍ ٤١ افغانيو ته راټيټه شوې او د پټرول تېلو بيه له ٤٥ افغانۍ ٤٤ افغانۍ ته ټيټه شوې ده.
خو د سون لرګيو او ګاز بيې په خپل حالت پاتې دي.
د کابل ښار د کلوله پشتې بازار يوه ګاز پلورونکي احمدسير وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه ٥٠ افغانۍ ده.
دغه راز د کابل ښار د شهيد څلورلارې يوه لرګي پلورونکي سيداسلام وويل، چې نن د تېرې شنبې په څېر د يوه خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه، ٦٤٠٠ افغانۍ او د يوه خروار ارچې لرګيو بيه ٦٢٠٠ افغانۍ ده.
د خوراکي توکو له جملې، يوازې د بورې بيه راټيټه شوې ده.
کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه له ٢٤٠٠ افغانۍ ٢٣٠٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې د بورې زيات واردات د بيې د راټيټېدو لامل شوي دي.
خو نوموړي زياته کړه چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه قزاقي اوړوعمده پلوربيه ١١٥٠ افغانۍ، د خورشيد ١٦ ليتره غوړي ١١٠٠ افغانۍ او لومړۍ درجه ٢٤ نيم کيلوګرامه سېله پاکستانۍ وريجې ١٥٥٠ افغانۍ دي.
دغه راز د کابل ښار د منډوي يوه چاى پلورونکي حاجي رحمت الله وويل چې نن د تېرې شنبې په څېر يو کيلو شين مدينه چاى ٢٤٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى ٢٦٠ افغانۍ دى.
د يو شمېر خوراکي توکو پرچون پلوربيې له عمده پلوربيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن