ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د ځينو لرغونو سيمو په ناقانونه کيندنو کې سيمه ييز پوليس هم لاس لري

د بلخ د ځينو لرغونو سيمو په ناقانونه کيندنو کې سيمه ييز پوليس هم لاس لري

author avatar
8 Jan 2017 - 17:00
د بلخ د ځينو لرغونو سيمو په ناقانونه کيندنو کې سيمه ييز پوليس هم لاس لري
author avatar
8 Jan 2017 - 17:00

مزارشريف (پژواک، ۱۹ مرغومی ۹۵): د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين د دغه ولايت د تاريخي او لرغونو سيمو د ساتنې په تړاو اندېښنې لري او زياتوي، د لرغونو سيمو په ناقانونه کيندلو کې  سيمه ييز پوليس هم ښکېل دي.

د بلخ اوسېدونکي هم د وسله والو لخوا د تاريخي ځايونو د غيرقانوني کېندلو شاهدي ورکوي؛ خو امنيتي مسوولين بيا ځان ناخبره بولي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمد خليق پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، د نورو ولايتونو په پرتله په بلخ کې د تاريخي ځايونو د ساتنې په تړاو ډېر کار شوی دی.

نوموړي زياته کړه، د بلخ په ټولو ولسواليو او په ځانګړي ډول په بلخ او دولت اباد ولسواليو کې بېلا بېلو دورو پورې تړاو لرونکي ۱۲۰ تاريخي ابدات او لرغوني ځايونه شته دي.

د هغه په وينا، همداراز په دولت اباد او کشندې ولسواليو کې د تيږو دورې سره تړاو لرونکي لرغوني ځايونه هم شته.

تاريخ پوهان، تاريخي دورې په دوو پړاوونو وېشي، داستاني تاريخي او مدون تاريخي دورې.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي، په دغه ولايت کې له داستاني تاريخي دورو څخه تر اوسنۍ معاصرې دورې پورې تاريخي ځايونه شته دي.

نوموړي زياته کړه، له داستاني تاريخي دورو سره تړاو لرونکې د وهران په نامه اتشکده په دولت اباد ولسوالۍ کې شته ده.

همداراز د بلخ ولسوالۍ د نوبهار اتشکده، چې داستاني تاريخي دورې پورې تړاو لري؛ خو په مدونه تاريخي دوره کې هم حساب شوې ده.

خليق وايي، په مدونه تاريخي دوره کې د زردشت پيدا کېدل او ورسره د هغه دور د اتشکدو شتون، بلخ پورې تړلې مهمې تاريخي مسئلې دي.

نوموړي زياته کړه، معاصرې دورې سره تړاو لرونکی لرغونی ځای د امير عبدالرحمن خان په وخت کې جوړ شوی جهان نما بڼ دی، چې د بلخ په خلم ولسوالۍ کې د کابل مزار لويې لارې ته څېرمه موقعيت لري.

هغه د تاريخي ځايونو د بيارغونې په تړاو وويل: ((که د بلخ اطلاعات او فرهنګ رياست نور هېڅ نه وي کړي، د ټول افغانستان په کچه يې د بلخ د تاريخي ابداتو د بيارغونې په برخه کې ډېرې چارې تر سره کړې دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.