ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ښځو د فوتسال لوبې پيل شوې

کابل کې د ښځو د فوتسال لوبې پيل شوې

author avatar
8 Jan 2017 - 18:03
کابل کې د ښځو د فوتسال لوبې پيل شوې
author avatar
8 Jan 2017 - 18:03

کابل (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٥): کابل ښار کې نن د اتو لوبډلو ترمنځ د "  جنسيت تبعيض له منځه وړل" تر شعار لاندې د ښځو د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

 د شبکه نوين افغانستان شبکې مسوول شميم شاه ديدار وويل چې دغه سيالۍ د عرش ښوونيزې موسسې په مالي مرسته او د افغانستان فوټبال فدراسيون په تخنيکي مرسته؛ کابل کې پيل شوې دي.

 هغه زياته کړه، د يادو سياليو اساسي موخه د جنيست د تبعيض منع او سپورټ ته د ځوانانو په ځانګړي ډول د ښځو هڅول دي.

 د افغانستان د فوټبال فدراسيون فني مرستيال محمد يوسف کارګر، د دې خبرې په څرګندولو سره چې ورزش د سولې پيغام راوړي، وويل چې دا د وياړ ځاى دى چې ښځو په بېلابېلو ډګرونو په ځانګړي ډول سپورټ برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري.

 نوموړي هيله څرګنده کړه، څو ښځې په هره برخه کې پرمختګ وکړي او د دوى پر وړاندې تاوتريخوالى له منځه ولاړ شي.

 د يادو سياليو يوې لوبڅارې وحيدې بهرامي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سيالۍ به يوه اونۍ دوام ومومي او غوره لوبډلو ته ډالۍ او ستاينليکونه په پام کې نيول شوي دي.

 د يادو سياليو يوې ګډونوالې سياره د يادو لوبو له پيلولو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره پژواک ته وويل  چې د دا ډول سياليو ترسره کول د ورزشکارانو روحيه لوړوي، چې دوى  ډېرو هلو-ځلو ته هڅوي.

 هغې زياته کړه چې د هېواد په ورزشي کاروان کې د ښځو موجوديت لا ډېر ملاتړ ته اړتيا لري؛ پخوا ښځې پوهنتونونو ته نه شواى تللى او ورزش ته يې هم د تلو اجازه نه درلوده، خو له نېکه مرغه اوس ښځو ته ډېر فرصتونه برابر شوي، چې دوى اوس په سياليو کې هم ګډون کولى شي.

د يادولو ده چې د استقلال، عرش، متخب ملي لوبډلې، اريايان، عدالت، شبکه حمايت، افغان کلب او کابل کلب، لوبډلو په دغو سيمو کې له يو بل سره لوبې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.