ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : د پکتيکا په  ٧٠ ديني مدرسو کې وسله وال طالبان زده کړې  کوي

چارواکي : د پکتيکا په ٧٠ ديني مدرسو کې وسله وال طالبان زده کړې کوي

author avatar
9 Jan 2017 - 17:02
چارواکي : د پکتيکا په  ٧٠ ديني مدرسو کې وسله وال طالبان زده کړې  کوي
author avatar
9 Jan 2017 - 17:02

ښرنه(پژواک،٢٠مرغومى٩٥): د پکتيکا يو شمير اوسيدونکي او د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د دې ولايت په ٧٠ ديني مدرسو کې وسله وال طالبان زده کړې کوي او بيا د افغان دولت پر وړاندې جنګيږي .

د پکتيکا د اسلامي تعليماتو امر محمد کريم اتل وال د مرغومي په٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه دينى مدرسې له دوى سره راجستر نه دي او په خپل سر فعاليت کوي.

هغه وايي چې په دغه ولايت کې يواځې ١٧ ديني مدرسې او اووه دارالحفاظونه له دوى سره ثبت دي.

د هغه په وينا، دې اويا مدرسو ته طالبان اجازه نه ورکوي چې له حکومت سره  راجستر شي.

ده وويل چې په دغو مدرسو کې طالبانو ته زده کړې ورکول کيږي، ترڅو د افغان حکومت پر وړاندې جګړه وکړي.

اتل وال وايي چې د حکومت له لوري هم په دغه ولايت کې ديني مدرسو ته اړينه پاملرنه نه ده شوې.

هغه وايي چې ددې مدرسو ډيره برخه د پکتيکا د لرو پرتو ولسواليو په هغو سيمو کې دي چې واک يې له وسله والو طالبانو سره دى.

د مټاخان ولسوالۍ د يوې ديني مدرسې استاد مولوي احمد الله وايي چې دوى ځکه ځانونه له حکومت سره نه ثبتوي چې هغوى ورسره هيڅ ډول مرستې نه کوي.

ده وويل: (( کومې مدرسې چې حکومت سره راجستر دي په تېرو ١٤کلونو شاګردانو ته يې کتابونه او استادانو ته يې تنخواوې په وخت نه دي ورکړل شوي او په ډيرو ستونزو کې دي.))

هغه په خپلې مدرسې کې د وسله والو طالبانو زده کړې رد کړې، خو زياته يې کړه چې په يو شمير مدرسو کې طالبانو ته زده کړې ورکول کيږي.

ده وويل: (( دغه طالبان د ورځې له مخې جګړه کوي او د شپې مدرسې ته ورځي هلته هم درس وايي  او هم شپه تېروي.))

مولوي احمد الله مستعار نوم دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.