ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې تر اوسه شپږ  بند ښوونځي خلاص شوي

په کندهار کې تر اوسه شپږ بند ښوونځي خلاص شوي

author avatar
10 Jan 2017 - 14:06
په کندهار کې تر اوسه شپږ  بند ښوونځي خلاص شوي
author avatar
10 Jan 2017 - 14:06

کندهار (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٥): د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې يو بند ښوونځی پرانېستل شو او له دې سره په روان تعليمي کال کې د ورته ښوونځيو د پرانېستل کېدو شمېره ۶ ته ورسېده.

دغه ښوونځي اصلاً د ميوند ولسوالۍ د ګرماوک سيمې اړوند و چې اوس د همدې ولسوالۍ د نو اباد سيمې ته راولېږدول شو او همدلته پرانېستل شو.

د کندهار د پوهنې رياست وياند نظر محمد صميمي پژواک خبري اژانس ته وويل، د ميوند د ګرماوک دغه ښوونځی له کلونو راهيسې د ناامنۍ له امله تړلی و او اوس يې هم په دغه سيمه کې د ناامنۍ له امله د پرانېستلو امکانات نه و.

ده زياته کړه، دغه ښوونځی له ګرماوک څخه د نو اباد سيمې ته راولېږدول شو چې د کوچيانو سلګونه کورنۍ په کې مېشتې دي.

دی وايي، دغه لومړنی ښوونځی اوسمهال په يوه شخصي کور کې پرانېستل شوی او ودانۍ نه لري، خو دوی به ورسره د خېمو او نورو امکاناتو مرسته وکړي.

د ده په خبره، په دغه ښوونځي کې اوسمهال شاوخوا ۳۰۰ ماشومان زده کړې کوي چې کتابونه او قرطاسيه هم پرې ووېشل شول.

صميمي وويل، ميوند ولسوالي په خپل تشکيل کې ۱۷ ښوونځي لري چې ۲ يې لا هم د ناامنۍ او نورو ستونزو له امله تړلي دي.

دی  زياتوي، له نوي پرانېستل شوي ښوونځي سره د ورته ښوونځيو د پرانېستل کېدو شمېر ۶ ته ورسېد، تر دې وړاندې دوه  د شپې لېسې او يوه ديني مدرسه په کندهار ښار او  دوه  نور ښوونځي په دامان او سپين بولدک ولسواليو کې پرانېستل شوي دي.

کندهار په تشکيل کې ۴۶۰ ښوونځي لري چې د پوهنې رياست د چارواکو په وينا، ۱۴۴ يې د ناامنيو، د ښوونکو د تشکيل د کمښت او په ځينو سيمو کې د کدرونو د نشتوالي له امله تړلي دي.

د ميوند د نو اباد د سيمې يو اوسېدونکی عبدالغفور وايي، د ښوونځي د پرانېستل کېدو غوښتنه خلکو کړې وه چې مسوولينو پوره کړه، خو دغه ښوونځی ودانۍ نه لري چې بايد ورته جوړه شي.

هغه دغه راز غوښتنه وکړه چې د پوهنې رياست دې په دغه ښوونځي کې مسلکي ښوونکي په دندو وګوماري.

د پوهنې رياست چارواکي وايي، په کندهار کې د پوهنې د بهير د ښه کېدا لپاره کار کوي، خو هغوی هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.