ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال رازق: د کندهار ولايت مقام کې د چاودنې په تور پنځه کسان نيول شوي

جنرال رازق: د کندهار ولايت مقام کې د چاودنې په تور پنځه کسان نيول شوي

author avatar
11 Jan 2017 - 13:46
جنرال رازق: د کندهار ولايت مقام کې د چاودنې په تور پنځه کسان نيول شوي
author avatar
11 Jan 2017 - 13:46

کندهار ښار (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٥) :د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق وايي چې د ولايت په مقام کې د شوې چاودنې په تور يې پنځه کسان نيولي او پلټنې ترې روانې دي.

دا پېښه پرون ماخوستن شاوخوا اته بجې د کندهار ولايت مقام اړونده د والي په مېلمستون کې رامنځته شوه.

 په افغانستان کې د اماراتو سفير جمعه محمد عبدالله الکعبي د يوه دارالايتام د پرانېستلو په مراسمو کې د ګډون  په موخه دغه ولايت ته تللى و، تر  يادو  مراسمو وروسته هغه د کندهار د والي په مېلمستون کې مېلمه و چې ناڅاپه هلته چاودنه وشوه.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرزاق د مرغومي په ٢٢مه، په يوه خبري کنفرانس کې وويل  چې په ياده پېښه کې ١١ تنه وژل شوي او ١٨  تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه چې په وژل شوو کسانو کې د ولايت مرستيال عبدالعلي شمسي، د کندهار د بهرنيو چارو رييس شاه احمد سعيد، په واشنګټن کې افغان ديپلوماټ ډاکټر يما، د ولسي جرګې وکيل باز محمد جوزجاني، د مشرانو جرګې د فارياب سناتور سراج الدين صفري  او د اماراتو پنځه ديپلوماټان شامل دي.

د جنرال رازق په وينا، په ټپيانو کې هم د کندهار والي، د اماراتو سفير، يو شمېر ځايي چارواکي او ملي سوداګر شامل دي.

د کندهار امنيه قوماندان وايي چې دوى پر ولايت مقام د بريد په اړه داسې معلومات ترلاسه کړي وو چې ګوندې د ودانۍ له شا څخه بريد کېږي.

د نوموړي په وينا، په همدې موخه پرون د ولايت مقام ټول کارکوونکي دوه ځلې د سکېن له تالاشۍ تېر کړل شوي وو.

جنرال رازق وويل چې د ولايت مقام د ودانۍ د ترميم چارې روانې وې او کېداى شي مخالفينو له دې کار څخه په ګټې اخيستلو په مېلمستون کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو.

تر دې مخکې د کندهار امنيه قوماندان پژواک ته ويلي و چې چاودېدونکي توکي په کوچونو کې ځاى پر ځاى شوي وو.

هغه وايي چې له يادې پېښې سره د تړاو په تور پنځه کسان نيول شوي او دا لړۍ روانه ده، کېداى شي نور کسان هم ونيول شي.

نوموړي ادعا وکړه چې په دې کار کې د پاکستان استخباراتي اداره( اى اېس اى) او د حقاني شبکه لاس لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.