ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ پلاوى: د کونړ د لرګيو موضوع حل شوې

د ولسمشرۍ ماڼۍ پلاوى: د کونړ د لرګيو موضوع حل شوې

author avatar
11 Jan 2017 - 17:06
د ولسمشرۍ ماڼۍ پلاوى: د کونړ د لرګيو موضوع حل شوې
author avatar
11 Jan 2017 - 17:06

اسعداباد (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٥): د کونړ د لرګيو د قاچاق موضوع د څېړلو په موخه د ولسمشرۍ ماڼۍ د استول شوي پلاوي مشر وايي چې دا موضوع حل شوې او په دې برخه کې په ځايي اداره کې ستونزه نشته.

په کونړ ولايت کې له تېرو څو لسيزو راهيسې ځنګلونه وهل کېږي، خو د افغانستان حکومت تېر کال له کونړ  څخه د هر ډول لرګيو پر لېږد بندېز لګولى و.

خو د وزيرانو شورا څو مياشتې مخکې د کونړ د صنعتکارانو او د لرګيو د فابريکو د خاوندانو  په غوښتنه له دې ولايت څخه له لرګيو د جوړ شوو توکو د وړلو اجازه ورکړه.

په دې وروستيو کې په ټولنيزو شبکواو ځينو رسنيو کې له کونړ څخه د لرګيو د قاچاق په اړه راپورونه خپاره شول او خلکو نيوکه کوله چې ګوندې ددې ولايت ځايي چارواکي په کې لاس لري.

د همدې موضوع د څېړلو په موخه د مشرانو جرګې تر  پلاوي وروسته له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه هم يو پلاوى د ولسمشر د سلاکار احمد الله عليزي په مشرۍ کونړ ته را لېږل شوى و.

عليزى چې پرون د کونړ مرکز اسعد اباد ته رسېدلى و، د مرغومي په ٢٢مه يې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې موضوع په اړه يې د کونړ والي، امنيه قوماندان، امنيتي ارګانونو، ولايتي شورا، قومي مشرانو او د مدني ټولنې له غړو سره ليدلي دي.

هغه زياته کړه چې د هېواد دښمنان ځينې مهال توطيې جوړوي او غواړي چې د حکومت او ولس ترمنځ واټن رامنځته کړي.

نوموړى وايي چې له اړوندو کسانو سره يې ليدنې ګټورې وې، معلومات يې ترلاسه کړي او د لرګيو موضوع يې حل کړې ده.

خو عليزي په دې اړه معلومات ورنه کړل چې څه ډول يې موضوع حل کړې او زياته يې کړه چې خپل راپور به ولسمشر ته وړاندې کړي.

دهغه په وينا، د ولسمشر لخوا د راپور تر ارزونې وروسته به د کونړ ځايي چارواکي د ولسمشر له  لارښوونې سره سم اقدامات  وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې يو پلاوى هم د عبدالحي اخوندزاده په مشرۍ د يادې موضوع د څېړلو په موخه نن کونړ ته رسېدلى دى.

 د سناتور محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د مشرانو جرګې پلاوي وړمه ورځ وويل چې له ځايي چارواکو او صنعتکارانو سره تر ليدنې وروسته يې تر بل حکم پورې له کونړه د هر ډول لرګيو پر لېږد بندېز لګول شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.