کلات (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٥): د زابل امنيتي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې اووه پوليس وژل شوي دي.
ددې ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د مرغومي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه نهه بجې په ارغنداب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه، وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ د طاووس خېلو په سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى چې په ترڅ کې يې اووه پوليس وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان هم له خپلو يو شمېر ملګرو سره وژل شوى، خو سرچينې يې کره شمېره په ډاګه نه کړه.
د يادونې ده چې دوه ورځې مخکې وسله والو طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي وو چې په ترڅ کې يې اتو حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې تېره شپه يې د ارغنداب ولسوالۍ پر يوې پوستې بريد کړى ، پوسته يې نيولې او ١٢ پوليس يې وژلي دي.
هغه منلې چې په دې بريد کې يو طالب وژل شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن