ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه  کې د هيرويينو يوه فابريکه له منځه يوړل شوه

په فراه کې د هيرويينو يوه فابريکه له منځه يوړل شوه

author avatar
11 Jan 2017 - 12:43
په فراه  کې د هيرويينو يوه فابريکه له منځه يوړل شوه
author avatar
11 Jan 2017 - 12:43

فراه (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٥): د فراه په بکوا ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډه هوايي بريد کې د هيرويينو يوه فابريکه له منځه تللې او په بالابلوک ولسوالۍ کې دوه ښځې د ماين په چاودنه کې وژل شوې دي. 

د ٢٠٧ ظفر قول اردو د دويمې پلې لوا وياند جګړن نورالحق خالقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هيرويينو د جوړولو ياده فابريکه تېره شپه د بکوا په "تخت" سيمه کې د ملي اردو او په  فراه کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو په ګډه هوايي بريد کې له منځه وړل شوې ده.

هغه وويل چې د بريد له امله په ياده فابريکه کې ځينې کسان هم وژل شوي، خو له ده سره يې کره شمېر نشته.

دوه سوه اېټالوي او امريکايي پوځيان څو ورځې وړاندې په فراه کې مېشت شول. پر  ياده فابريکه بريد د دغو ځواکونو لومړي پوځي عمليات دي چې په فراه کې يې تر سره کوي.

د ٢٠٧ ظفر قول اردو د دويمې پلې لوا وياند وايي چې تېره ورځ د بالابلوک ولسوالۍ په "کنسک" سيمه کې دوه ښځې چې په يوه سراچه موټر کې روانې وې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې وژل شوې دي.  

د کنسک سيمې يو تن اوسېدونکي امرالله هم په چاودنه کې د يادو دوو ښځو وژل تاييدوي او وايي چې له دغو دوو ښځو څخه يوه د پوليسو د هغه افسر مور او بلې يې ترور (خاله) ده چې څه موده مخکې د کنسک په "شاخ بالا" سيمه کې د ماين په چاودنه کې ووژل شو.

د هغه په وينا، دغه دواړه  ښځې د "شاخ بالا" سيمې ته تللې وې تر څو د ياد افسر د وژل کېدو ځاى وګوري، خو هلته په داسې حال کې چې پلې روانې وې ځاى پر ځاى شوى ماين  پرې وچاودېد او دواړه ووژل شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.