کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٥): د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د تاجکستان په اړه په روسيه کې د افغانستان د سفير قيوم کوچي څرګندونې د هغه شخصي نظر دى.
قيوم کوچي په امريکا کې له يوه ځايي تلوېزيون "شفيع عيار" سره په يوه مرکه کې ادعا کړې وه چې تاجکستان په افغانستان کې د نشه يي توکو په توليد کې لاس لري.
هغه دا هم ويلي وو چې په امريکا کې يې د روسيې له سفير او نورو اړوندو کسانو سره د ليدنو پر مهال هغوى ته په ډاګه کړې چې په افغانستان کې د نشه يي توکو په کر او قاچاق کې روسيه او د تاجکستان مافيا لاس لري.
د قيومي کوچي ددغو څرګندونو په غبرګون کې د تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت په دغه هېواد کې د افغانستان سفير احضار کړ او له افغان حکومت يې وغوښتل چې د قيوم کوچي د څرګندونو جدي پلټنې وکړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت لخوا د مرغومي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په مسکو کې د افغانستان د سفير ډاکټر عبدالقيوم کوچي وروستۍ څرګندونې د منځني اسيا د يو شمېر هېوادونو او په ځانګړي ډول د تاجکستان د ناراحتۍ لامل شوې دي.
سرچينې زياته کړې، دغه څرګندونې په هېڅ ډول د افغانستان اسلامي جمهوريت د دريځ او تګلارې استازيتوب نه کوي او د هغه شخصي نظر دی .
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د قيوم کوچي پر څرګندونو خپله ژوره خواشيني څرګنده کړې ده .
په خبرپاڼه کې راغلي، تاجکستان د افغانستان ډېر ښه ګاونډی او تلپاتې دوست پاتې شوى او د دواړو هېوادونو نيک مناسبات او دوستانه اړيکې د دواړو ملتونو په لرغونو تاريخي، فرهنګي، ژبني او ديني مشترکاتو او اړيکو او همدغه راز د دواړو هېوادونو د ملي ګټو، ښه ګاونډېتوب او متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې دي .
سرچينې ويلي، له نېکه مرغه، د دوست هېواد تاجکستان له جمهوريت سره د افغانستان اړيکې په بېلابېلو برخو کې د لاټينګښت او پراخېدو په حال کې دي. دواړو هېوادونو په بين المللي ټولنو او سيمه ييزو سازمانونو کې تل د يوبل له دريځونو څخه ملاتړ کړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن