ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د افغانانو قاتلانو ته د پرښتو خطاب کول عظيمه ګناه ده”

“د افغانانو قاتلانو ته د پرښتو خطاب کول عظيمه ګناه ده”

author avatar
15 Jan 2017 - 20:16
“د افغانانو قاتلانو ته د پرښتو خطاب کول عظيمه ګناه ده”
author avatar
15 Jan 2017 - 20:16

کابل (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٥): د مشرانو جرګې مشر د عبدالحکيم مجاهد د وروستيو څرګندونو د څېړلو غوښتنه کړې او ويلي يې دي، کوم کسان چې په هېواد کې د داعش په نوم فعاليت کوي، د پاکستان د استخباراتو په امر يې خپل سپين بيرغ پر تور بدل کړى دى.

دغه راز نوموړي د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو مهالوېش پر اعلان د ټينګار ترڅنګ وويل،  ټاکل شوې چې د ملي شورا يو پلاوى د افغان او متحده عربي اماراتو پلاوو ترڅنګ، په کندهار کې د مرغومي مياشتې د ٢١مې نېټې خونړۍ پېښه وڅېړي.

د مجاهد څرګندونې

د سولې عالي شورا غړى عبدالحکيم مجاهد، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په نيويارک کې د يادې ډلې غړى و؛ د مرغومي مياشتې په ٢٣مه، د "په وروستيو څلورو لسيزو کې د سولې د هلو ځلو ارزونه" تر نوم لاندې په يوه ناسته کې ويلي و، په ياده موده کې چې هره ډله واک ته رسېدلې؛ د افراط لوري ته يې کش کړى او دا کار بيا د افغانستان د کړکېچ لامل شوى دى.

نوموړي زياته کړې وه: "تر څو پورې چې له يو چا او يا ډلې تېروتنه ونه شي، خلک پرې باور کوي، ځکه برهان الدين رباني (پخوانى ولسمشر) طالبان کله چې تر ١٩٩٦ کال پورې راتلل، هغوى ته پرښتې ويل، د بي بي سي او امريکا غږ په ګډون د لوېديځ ټولو راډيوګانو هغوى ته پرښتې ويل."

نوموړي زياته کړې وه، پر افغانستان د شوروي د يرغل پر مهال طالبانو جهاد وکړ او له هغه وروسته بېرته خپلو مدرسو ته لاړل، خو اوس هم چې "چا جهاد کړى او که نه" له امتياز لاس نه اخلي او وايي، چې نيم حکومت، نيم دولت، نيم اقتصاد او قهرماني دې هم د دوى وي.

نوموړي د غوره حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي احمدضياء مسعود د دې پوښتنې په ځواب کې، چې طالبانو ته کوم ملا او سرچينې، د چاودنې او ځانمرګي بريدونو او د بې ګناه انسانانو د وژلو فتوا ورکړې ده، ويلي و چې د هېواد پخواني دفاع وزير احمدشاه مسعود ته کوم ملا او مرجع فتوا ورکړې وه، چې د لومړني ولسمشر محمد داوود د قانوني او شرعي رژيم پر وړاندې له پنجشېر بغاوت پيل کړي؟

د مشرانو جرګې غړې ليلما احمدي، د مجاهد دغو څرګندونو ته په اشارې سره وويل: "د سولې د پرښتو له لوري هره ورځ زموږ لسګونه ځوانان شهيدان کېږي، کوم کسان چې طالبان پرښتې بولي، د افغانانو دښمنان او لار وهونکي دي، بايد دوى محاکمه شي."

د يادې جرګې بل غړي افضل وويل: "ترڅو پورې چې په دولتي ادارو او په ځانګړي ډول د سولې په عالي شورا کې د عبدالحکيم مجاهد په څېر کسان موجود وي، طالبان لا ډېر چاغېږي او هره ورځ به موږ د خپلو خپلوانو د له لاسه ورکولو شاهدان يو."

دغه راز مسلميار هم د مجاهد د څرګندولو په اړه وويل: "له بده مرغه چې د حکومت له دسترخوانه داسې غږ پورته شو او د افغانانو قاتلين يې د سولې پرښتې وبللې."

هغه زياته کړه: "په کوم نظام کې چې انضباط نه وي، د بيان ازادي په نوم د دغه ملت قاتلينو ته د پرښتو خطاب کېږي، د افغانانو قاتلانو ته د پرښتو خطاب کول يوه لويه ګناه ده او ځاى يې زندان دى."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.