کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٥): د ولسي جرګې مشر وايي چې د اساسي قانون ٩٢ مه ماده تفسير ته اړتيا نه لري او ولسمشر بايد ژر تر ژره د سلب صلاحيت شوو وزيرانو پرځاى؛ له ولسي جرګې څخه د باور رايې اخيستو په موخه نور کسان ورپېژني.
ولسي جرګې د روان کال په لړم مياشت کې هغه شپاړس وزيران چې تېر کال يې له اويا سلنې کمه بوديجه لګولې وه، استيضاح چې له دې جملې يې د بهرنيو چارو، کار او ټولنيزو چارو، فوايد عامې ، پوهنې، ترانسپورټ، مخابراتو او لوړو زده کړو له وزيرانو د باور رايه واخيسته.
د کار او ټولنيزو چارو، بهرنيو چارو، فوايد عامې وزيران استيضاحيه ناستو ته حاضر شول چې د بوديجې د کم لګښت لاملونه يې هم وړاندې کړل، پاتې نور وزيران بيا جرګې ته حاضر نه شول او له هغوى څخه يې د دوى په غياب کې د باور رايه واخيسته.
حکومت دغه موضوع سترې محکمې ته راجع کړې او ويلي يې دي چې ټول سلب صلاحيت شوي وزيران به د محکمې تر پرېکړې پورې خپلو دندو ته دوام ورکړي. محکمې تر اوسه پورې په دې تړاو خپله پرېکړه نه ده کړې.
ولسي جرګه کې د کندهار استازې شکيبا هاشمي د جرګې په نننۍ ناسته کې وويل: "استيضاح د دغې جرګې له ځانګړو واکونو شمېرل کېږي او د اساسي قانون ٩٢ ماده تفسير ته اړتيا نه لري، چې د حکومت له لوري له دې زيات نور قانون بايد تر پښو لاندې نه شي."
د اساسي قانون په ٩٢ مه ماده کې راغلي: "ولسي جرګه د ټولو غړو په شل سلنه وړانديز سره هر وزير استيضاح کولى شي. که چېرې وړاندې شوى سپيناوى د قناعت وړ نه وي نو ولسي جرګه د باور رايې پر اخيستو فکر کوي. له وزيره د باور رايې اخيستل بايد ښکار، مستقيم او د موجه دليلونو پر بنسټ وي. دغه رايه د ولسي جرګې د اکثريت رايو پر بنسټ صادريږي."
هاشمي له ولسمشر څخه وغوښتل، څو د ملت کور پرېکړې ته د درناوي په موخه ژر تر ژر د اوو سلب صلاحيت شوو وزيرانو پرځاى ولسي جرګې ته نور نوماند وزيران ورمعرفي کړي.
دغه راز نوموړې وويل، چې حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ، کانونو او پټروليم، سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارتونو ته هم چې اوسمهال د سرپرستانو له لوري اداره کېږي؛ نوماند وزيران ورمعرفي کړي.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي هم وويل: "د اساسي قانون ٩٢ مه ماده تفسير ته اړتيا نه لري، استيضاح د ولسي جرګې له اساسي واکونو شمېرل کېږي او هيڅ ابهام په کې شتون نه لري."
هغه زياته کړه: "پر ولسمشر يو ځل بيا غږ کوم، څو اساسي قانون ته د درناوي په موخه ولسي جرګې ته ژر تر ژره د باور رايې اخيستو په موخه نوماند وزيران ورمعرفي کړي، څو د يوه قانوني حکومت درلودونکي واوسو."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن