ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان د پوځ مشر د افغانستان وروستي بريدونه ترهګريز وبلل

د پاکستان د پوځ مشر د افغانستان وروستي بريدونه ترهګريز وبلل

author avatar
16 Jan 2017 - 12:05
د پاکستان د پوځ مشر د افغانستان وروستي بريدونه ترهګريز وبلل
author avatar
16 Jan 2017 - 12:05

کابل (پژواک،٢٧ مرغومى ٩٥):د پاکستان د پوځ مشر ولسمشر اشرف غني سره په يوه ټېلېفوني اړيکه کې د وروستيو ترهګريزو بريدونو غندنه کړې او د ترهګرۍ پر ضد يې پر ګډې همکارۍ ټينګار کړى دى.

تېره اوونۍ په کابل، کندهار او هلمند ولايتونو کې د امنيتي پېښو او ځانمرګو بريدونو پر مهال  د متحده عربي اماراتو د پنځو دپلوماټانو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې په کې د ولسي جرګې ددارالانشاء مامورين او د کندهار چارواکي هم شامل وو.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتر څخه د مرغومي په ٢٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باوجوه پرون ناوخته له ولسمشر اشرف غني سره ټېلېفوني خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې، ددې اړيکې پر مهال د پوځ مشر په افغانستان کې د  وروستيو ترهګريزو بريدونو له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشيني څرګنده کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال باجوه د تېرو څو کلونو پر مهال په دواړو هېوادونو کې د ترهګرۍ پر پېښو خپګان څرګندکړ او د ترهګرۍ پر ضد يې پر ګډو اقداماتو ټينګار  وکړ.

سرچينې زياته کړې چې جنرال باجوه له ولسمشر غني غوښتي چې پر ګډه پوله د ترهګرو د خوځښتونو د مخنيوي لپاره بايد ورسره همکاري وکړي.

دغه راز د پاکستان د پوځ مشر زياته کړې چې پر يوبل د تورونو پورې کولو سره دښمن ګټه اخلي .

نوموړي ادعا کړې چې دوى په خپل هېواد کې د ترهګرو ټولې ځالې او مرکزونه له منځه وړي دي.

د پاکستان د پوځ مشر ويلي چې هېواد يې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره له افغان حکومت سره خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.

د تېرې اوونۍ د کابل او هلمند د بريدونو مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى و، خو د کندهار په بريد کې يې لاس لرل رد کړي وو، خو افغان چارواکو د کندهار د بريد پړه هم پر طالبانو اچولې وه او د پاکستان استخبارات يې په کې ښکېل بللي و.

د يادونې ده چې د تېرې اوونۍ تر يادو بريدونو وروسته په کابل او هرات ولايتونو کې د پاکستان پر ضد لاريونونه وشول او خلکو ادعا کوله چې ددې بريدونو تر شا د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې لاس و.

د روان زېږديز کال په پيل کې هم د پاکستان د پوځ مشر ولسمشر اشرف غني سره په يوه ټېلېفوني اړيکه کې د نوي کال  مبارکي ورکړې وه او ولسمشر غني هغه ته د کابل د سفر بلنه ورکړې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.