ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهاند محمد حسن کاکړ جنازه خاورو ته وسپارل شوه

د پوهاند محمد حسن کاکړ جنازه خاورو ته وسپارل شوه

author avatar
16 Jan 2017 - 18:44
د پوهاند محمد حسن کاکړ جنازه خاورو ته وسپارل شوه
author avatar
16 Jan 2017 - 18:44

کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٥): د افغانستان د نامتو تاریخپوه، څېړونکي او استاد دوکتور محمد حسن کاکړ جنازه، نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د سرخکانو په سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه.

نوموړى د ور پېښې ناروغۍ له امله د مرغومي په ١٧مه په امريکا کې وفات شوى و.

د لغمان ولايت له مقام څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د کابینې غړو، د لغمان ولایتي ادارې رهبري، د پوهنتونونو استادانو، علمي او فرهنګي شخصیتونو، خبریالانو او د لغمان ولایت ګڼ شمېر دیني علماوو، مشرانو، ځوانانو او عامو اوسېدونکو ګډون درلود.

په دې مراسمو کې د لغمان والي د خپلو خبرو پرمهال پوهاند حسن کاکړ د هېواد یو لوی تاریخپوه، علمي شخصیت او داسې ستوری یاد کړ، چې رڼا یې د افغان ملت د ژوندانه بېلابېلې برخې روښانه کړې دي.

هغه له ځوان نسل څخه وغوښتل، چې د پوهاند حسن کاکړ له علمي میراث او هغو درسونو ګټه واخلي چې کاکړ د فکر او قلم په ژبه تدریس کړي دي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام نبي فراهي د جنازې په مراسمو کې د ولسمشر پیغام ولوست، چې په کې يې ويلي، پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ د خپل ٨٨ کلن ژوند لویه برخه د افغانستان د تاریخ په اړه تحقیقاتو ته بېله کړه او خورا ستر علمي میراث یې راتلونکو نسلونو ته پرېښود.

ده زياته کړه، کاکړ په لسګونو کلونو په افغانستان کې او له افغانستان څخه بهر په پوهنتونونو او علمي مرکزونونو کې په تدریس او تحقیق بوخت وو.

ولسمشر د نوموړي پر مړینه سخته خواشني څرګنده کړې، د لغمان ولسونو او ټولو هېوادوالو ته یې د خواشینۍ مراتب وړاندې کړي دي.

 د جنازې په مراسمو کې یو شمیر استادانو هم خبرې وکړې او هغوی د پوهاند حسن کاکړ شخصیت او پاک روح ته درناوی وکړ. هغه یې یو داسې شخصیت یاد کړ چې خدمتونه او علمي سرمایه به یې تل ژوندۍ وي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، تر مراسمو وروسته د استاد کاکړ جنازه خاورو ته وسپارل شوه

د یادونې ده چې پوهاند محمد حسن کاکړ په ١٣٠٨ لمريز کال کې د لغمان ولایت د الیشنګ درې د پلوټي کلي په یوې درنې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانېستې وې.

نوموړى په پښتو، دري او انګليسي ژبو مستقل او ژباړل شوي ګڼ شمېر اثار ليکلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.