کابل(پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٥): ولسي جرګې د ١٣٩٦ لمريز کال مالي بوديجې طرحه له ځينو بدلونونو راوړلو وروسته د رايو په اکثريت تاييد کړه.
مشرانو جرګې دغه طرحه د روان کال د ليندۍ په اوومه نېټه په طرحه کې د پراختيايي پروژو د شموليت له وړانديز سره تاييد، خو ولسي جرګې په دې طرحه کې د ولايتونو ترمنځ د مالي توازن د نشتولي په سبب رد کړه او ويې ويل چې ددې طرحې ډېرې پروژې د مخکنيو کلونو دي.
دا طرحه د مرغومي په ٢٥مه نېټه له ځينو بدلونونو وروسته د ولسي جرګې عمومي ناستې ته وړاندې شوه، خو دا ځل هم له دې امله وځنډول شوه چې د جرګې ځينوغړو يې پرتعديلي طرحه کې د توازن پر نشتوالي او شوو وړانديزونو ته په پام نه کولو اعتراض درلود.
دا طرحه نن د درېيم ځل لپاره د جرګې عمومي ناستې ته وړاندې شوه.
د ولسي جرګې د مالي او بوديجوي کمېسيون مشر اميرخان يار د جرګې په نننۍ ناسته کې وويل چې د بدلونونو له راوړلو او په بوديجه کې د ٧٠ ميليون امريکايي ډالرو(شاوخوا ٤.٦ميليارده افغانۍ) له زياتوالي څخه وروسته ،اوس عادي بوديجه څه باندې ٢٦٨ميليارده افغانيو او پراختيايي بوديجه څه باندې ١٦١ميليارده افغانيو ته رسېږي.
هغه وويل چې دعادي او پراختيايي بوديجې ٣٨ سلنه له کورني سرچينو او پاتې يې د نړيوالې ټولنې له مرستو څخه تمويلېږي.
بالاخره د جرګې په نننۍ ناسته کې د ١٤١ حاضرو وکيلانو له ډلې يې ١٤٠غړو د بوديجې طرحې ته د تاييد رايې ورکړې.
دا طرحه په داسې حال کې تصويب کېږي چې له ١٣٩٦ مالي کال څخه يوه مياشت تېره شوې. د افغانستان مالي کال د مرغومي په لومړۍ نېټه پيلېږي.
د اساسي قانون د ٩٨مې مادې پر بنسټ، د دولت بوديجه او پراختيايي پروګرامونه مشرانو جرګې او وروسته د نظر او مشورې لپاره ولسي جرګې ته وړاندې کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن