کابل (پژواک،٢٨مرغومى ٩٥): حزب اسلامي وايي چې راتلوونکو ټاکنوکې به پراخ ګډون وکړي ، ددې حزب پر مشرتابه د بنديزونو په تړاو ځانګړې اندېښنه شتون نه لري او حکمتيار به په نږدې راتلونکې کې په کابل کې راښکاره شي.
له افغان حکومت سره د حزب اسلامي مرکچي پلاوي مشرانجينرمحمد امين کريم چې نن يې له رسنيو سره خبرې کولې، وويل چې ددې حزب پرمشرتابه دلګېدلو بنديزونو په تړاو ځانګړې اندېښنه شتون نه لري، د بنديزونو لرې کول د افغان دولت دنده ده په دې برخه کې کار روان دى او حزب اسلامي هم د خپلوامکاناتوله مخې له حکومت سره همکار و او په راتلوونکې کې به هم همکار وي.
نوموړي د فرانسي د غوښتنې په اړه چې د حزب اسلامي پرمشرګلبدين حکمتيار دې بندويزونه پرخپل ځاى وي، وويل چې د فرانسې له اړخه هېڅ اندېښنه نه شته، پخوا چې کومې ستونزې رامنځ ته شوې وې د فرانسې هېواد کورنۍ ستونزې وې، اوس مهال هغه ستونزې هوارې شوې دي.
هغه، همداراز د روسيې د دريځ په اړه وويل چې تراوسه د روسيې دولت له لوري د بنديزونو نه لرې کولو په اړه کوم رسمي دريځ نه دى په ډاګه شوى، يوازې ګونګوسې دي چې د معلوماتو له مخې، دا ګونګوسې واقعيت نه لري او بنديزونه به په نږدې راتلونکې کې لرې شي.
هغه زياته کړه چې کابل ښار ته د حکمتيار راتګ له بنديزونو لرې کولو سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې تخنيکي اولوجستکي شرايط چې د نوموړي راتګ ته لارهواروي، چمتوشي، حکمتيار به نږدې راتلونکې کې په کابل کې راڅرګندشي.
کريم، ددې مطلب په څرګندولو سره چې حزب اسلامي د خپلې مبارزې په دوران کې تر ډېره په ټاکنيز نظام ټينګارکړى، وويل چې حزب اسلامي به په پياوړې بڼه ټاکنوکې برخه واخلي او د ولسمشرۍ اوپارلماني ټاکنو څخه به ځانګړې څارنه وکړي؛ ترڅو ټاکنې په رڼه اوسمه توګه ترسره شي.
د حزب اسلامي مرکچي پلاوي مشر ددې حزب د سياسي بنديانو دخوشې کېدو په اړه وويل :" شاوخوا يوه مياشت وړاندې حزب اسلامي د ٤٨٨ بنديانو لېست دولت ته وسپاره اوحکومت دا لېست له اړينو فلټرونوڅخه تېرکړ او هيله ده چې راتلونکو ورځو کې د حزب اسلامي بنديانو لومړۍ جوپه راخوشې شي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن