جلال اباد (پژواک، ۲۸ مرغومى ٩٥): د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ کې يوه بې پيلوټه الوتکه لوېدلې او وسله وال طالبان ادعا کوي چې دغه الوتکه دوى ويشتلې ده.
د ننګرهار ولايت يوې باوري سرچينې د نوم نه ښودو په شرط د مرغومي په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل چې پرون غرمه مهال د بټي کوټ ولسوالۍ د دوهم فارم په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه را لوېدلې ده.
سرچينې د الوتکې د لوېدو د علت په اړه څه ونه ويل؛ خو زياته يې کړه چې سيمه د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده او الوتکه وسله والو وړې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک سره د خبرو پر مهال په دې اړه د معلوماتو نه درلودو خبره وکړه.
خو طالبانو بيا ادعا کړې چې دغه الوتکه د دوی وسله والو ويشتلې او راغورځولې ده.
د وسله والو طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري پژواک اژانس ته په يو راستول شوي پيغام کې ادعا شوې چې د دوى وسله والو د امريکايي ځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه د بټي کوټ ولسوالۍ په دوهم فارم سيمه کې رانسکوره کړې ده.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د بټي کوټ ولسوالۍ په يو شمېر امنيتي پوستو بريدونه کړي چې د نښتې پر مهال يوه مېرمن وژل شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ د دوهم فارم په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
دی وايي، وروسته امنيتي ځواکونو ځوابي ډزې کړي او وسله وال طالبان يې شا تګ ته اړ کړي دي؛ خو د وسله والو د هاوان يوه مرمۍ هلته د مېشتو کوچيانو پر کورونو لګېدلې ده.
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله يوه کوچۍ مېرمن لومړی ټپي شوې وه چې بيا يې نن سهار ساه ورکړه.
د والي وياند په نښته کې د نورې مرګ ژوبلې په اړه وويل: ((نه هم وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او نه هم امنيتي ځواکونو ته، يوازې همدغه يوه مېرمن د وسله والو طالبانو د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله وژل شوې ده.))
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دغه مرمۍ په سيمه کې د دولتي ځواکونو لخوا توغول شوې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن