ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې تاريخي او لرغونې ساحې غصب شوې دي

په بدخشان کې تاريخي او لرغونې ساحې غصب شوې دي

author avatar
17 Jan 2017 - 14:05
په بدخشان کې تاريخي او لرغونې ساحې غصب شوې دي
author avatar
17 Jan 2017 - 14:05

فيض اباد(پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٥): په بدخشان ولايت کې چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د تاريخي او لرغونو سيمو لسګونه جريبه ځمکه د اشخاصو دولتي ارګانونو له لوري غصب شوې ده.

 د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رياست د فرهنګ امر سيد حسين نهيب، د پژواک خبري اژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل چې په تېرو څو کلونو کې دا اداره توانېدلې چې د لسګونه جريبه غصب شوو ځمکو له ډلې يواځې يو نيم جريب بېرته را وګرځوي.

هغه زياته کړه:((تر اوسه يوازې په دې توانېدلي يو چې د فيض اباد ښار په ٤مه ناحيه کې د ميرياربيک د مزار او احاطې يو نيم جريب ځکه د محکمې له لارې له غاصب نه بېرته واخلو او د ياد شوي مزار برخه يې وګرځوو.))

 نوموړي زياته کړه چې په فيض اباد ښار کې د خرقې مبارکې څلور ديوالي چې د ځمکې يوه برخه يې غصب شوې او په يوه برخه يې د حج او اوقافو رياست او استوګنې کورونه جوړ شوي يا خلکو په کې هديرې جوړې کړې چې د افغانستان د کلتوري او تاريخي ميراثونو قانون خلاف کار دى.

نهيب د غصب شوو ځمکو کره اندازه نه درلوده او د دولتي ځمکو په غصب کې د ښکېلو بنسټونو او کسانو يادونه يې ونه کړه، ويې ويل چې د غصب شوو ځمکو د بېرته را ګرځولو لپاره د عدلي او قضايي بنسټونو له لوري هڅې روانې دي، څو دغه ځمکې بېرته د تاريخي ابداتو او لرغونو ساحو برخه شي.

 هغه وويل چې تر اوسه په دې ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري ٢٢ تاريخي ابدې تثبيت او ثبت شوې چې له دې ډلې يې پنځه په فيض اباد ښار او پاتې په لرې پرتو ولسواليو کې دي.

نهيب زياته کړه چې په يمګان ولسوالىۍ کې د ملا برات مدرسې او حکيم ناصر خسرو بلخي د مزار، د فيض اباد په ٤مه ناحيه کې د ميرياربيک د مزار، په فيض اباد زاړه ښار کې د يوه تاريخي حمام او ١١ تاريخي هټيو د بيا رغونې او ترميم چارې د اغا خان کلتوري بنسټ له لوري روانې دي چې ٩٠ سلنه کارونه يې سر ته رسېدلي.

هغه زياته کړه، په زاړه ښار کې د پل خشتي سروې چې زوړ ښار له نوي ښار سره نښلوي، د اغا خان کلتوري بنسټ له لوري تر سره کېږي چې په نږدې راتلونکي کې به پيل شي.

سيد حسين نهيب زياته کړه چې پخوا د تاريخي مقبرو په ګډون په ولسواليو کې اکثره تاريخي سيمې د شپې له لوري کېندل کېدې، خو تر اوسه نه پوهېږي چې کوم اثار په کې پيدا شوي او قاچاق شوي دي.

 نوموړي وويل:((د لرغونو اثارو په قاچاق او کيندنه کې زور واکي ښکېل دي، اوسمهال ځينې لرغونې سيمې لکه خندان شهر او شهر صفا په درايم ولسوالى کې تثبيت شوې، خو له بده مرغه چې ددې لرغوني ښار ډېرې برخې کيندل شوې دي.))

هغه زياته کړه:((اوس موږ جرئت نه کوو چې لرغونې سيمې وپېژنو او بيا يې اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ور معرفي کړو، ځکه چې له تثبيت سره سم به ځايي خلک او زور واکي په کې کيندنې پيل کړي او ټول اثار به له منځه يوسي، له بلې خوا زموږ کارکوونکي د امنيت نشتوالي، د بوديجې او سفر د تخنيکي وسايلو د کمښت په سبب نه شي کولى چې لرغونې سيمې وګوري.))

نوموړي له مسوول بنسټونو وغوښتل چې د تاريخي اثارو او لرغونو سيمو د ساتنې لپاره په مالي، تخنيکي او امنيتي برخو کې د بدخشان له اطلاعاتو او کلتور رياست سره همکاري وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.