مزارشريف (پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۵): په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان، وسله والو مخالفينو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي او وايي چې هلته د دولت ضد وسله وال فعاليتونه د پاکستان استخباراتي اداره رهبري کوي.
د هېواد په شمال کې د يادې قول اردو قوماندان تورن جنرال مهمند کټوازي نن په مزارشريف ښار کې په يوه خبري ناسته کې د يادو څرګندونو تر څنګ وويل : (( د شېخ په نوم کس وي، چې اصلا د "اى اېس آى" سړی وي، دلته او هلته ځان د شېخ په نامه معرفي کوي او همدغه ډول خلک جګړه رهبري کوي.))
دى وايي چې اوس د هېواد په شمال کې عام خلک هم پوه شوي، چې طالب څوک دى او له همدې امله د دولت ملاتړ کوي.
هغه د افغانستان د امنيتي ځواکونو وړتياوې يادې کړې او ويې ويل چې ياده قول اردو د پام وړ هوايي او ځمکني امکانات لري.
د ده په وينا، د يادې قول اردو له خوا د شمال په بغلان، فارياب، جوزجان،سرپل، سمنګانو، کندوز، تخار، بدخشان او بلخ ولايتونو کې په روان کال کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې څه باندې ٢٥٠٠ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او ٣٢ نور ژوندي نيول شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، له يادو کسانو څخه شاوخوا ١٥٠٠ تنه وژل شوي او نور ټپيان دي.
ده په دې موده کې د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو په تېر يو کال کې له شمال زون څخه د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.
د کټوازي په وينا په شمال زون کې لا هم د د دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې ژمني عمليات روان دي او نه پرېږدي چې د وسله والو مخالفينو جګړيز ځواک پياوړى شي.
د ده په خبره، د هېواد په شمال کې د ترسره شوو عملياتو او له دولتي چارواکو سره د امنيتي ځواکونو د همغږۍ له امله دښمن خپل مورال بايللی دی.
هغه وويل چې تېر کال په همدې مهال د شمال امنيتي حالت د اندېښنې وړ و؛ خو سږکال دښمن مات شوی او د شمال زون ټولې لويې لارې د عامو خلکو پر مخ پرانېستې دي.
که څه هم تېره ورځ پژواک ته د شمال زون فارياب، سرپل او جوزجان ولايتونو چارواکو په دې ولايتونو کې د داعش په نوم د وسله والو شتون تاييد کړى و ، خو د شاهين قول اردو قوماندان په دې اړه وويل : ((ممکن وي، خو تر دې دمه زه چې خپله په جګړه کې برخه اخلم، د داعش په نامه له کوم چا سره نه يم مخ شوی.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن