ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د حکومت نه پام  د اندړو پاڅون کوونکو شمېر له ٧٠٠ څخه ١١ تنو ته راټيټه کړى”

“د حکومت نه پام د اندړو پاڅون کوونکو شمېر له ٧٠٠ څخه ١١ تنو ته راټيټه کړى”

author avatar
18 Jan 2017 - 15:51
“د حکومت نه پام  د اندړو پاڅون کوونکو شمېر له ٧٠٠ څخه ١١ تنو ته راټيټه کړى”
author avatar
18 Jan 2017 - 15:51

غزني ښار (پژواک،٢٩مرغومى٩٥): د غزني د اندړو ولسوالۍ پاڅون کوونکي وايي، د حکومت د نه پاملرنې له امله يې شمېره له ٧٠٠ څخه يوولسو تنو ته راټيټه شوې ده.

شاوخوا څلور کاله وړاندې د هېواد په کچه د لومړي ځل لپاره د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د لسو کسانو لخوا پاڅون پيل شو، چې وروسته يې بيا شمېره ٧سوه تنو ته ورسېده.

د اندړو د پاڅون کوونکو له ډلې څخه اخترمحمد د مرغومي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې حکومت له پاڅون کوونکو سره هېڅ ډول مرستې نه کوي.

ده زياته کړه: ((له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې زما د کورنۍ لس غړي وژل شوي، خو حکومت راسره يواځې دوولس زره کلدارې مرسته کړې ده.))

د هغه په وينا، حکومت ورسره په لومړيو کې ژمنه کړې وه چې د وسلو او مهماتو ترڅنګ نغدې مرستې هم ورسره کوي، خو تر اوسه يې هېڅ هم نه دي کړي.

دى وايي: ((زه اوس له اندړو څخه غزني ښار ته راغلى يم، څو شپې وړاندې دلته مې هم پر کور وسله والو طالبانو بريد وکړ.))

دغه راز د اندړو د پاڅون کوونکو يوه قوماندان محمد پذير اخندزاده پژواک ته وويل، په اندړو کې د پاڅون کوونکو شمېر له سلګونو څخه څو تنو ته رارسېدلى دى.

هغه زياتوي: ((موږ د طالبانو پر وړاندې مقاومت پيل کړ، خو اوس حکومت همداسې پريښي يو ، زموږ ژوند له لوى ګواښ سره مخامخ دى.))

د ده په خبره، که حکومت د اندړو له پاڅون کوونکو سره اړينې مرستې ونه کړي، دغه ولسوالۍ به د سقوط له ګواښ سره مخامخ شي.

يوه بل پاڅون کوونکي اميرمحمد پژواک ته وويل: ((زه له طالبانو سره وم، خو وروسته بيا حکومت ته تسليم شوم او په اندړو کې پاڅون کوونکو سره يو ځاى شوم، ډېر ځايونه مو له طالبانو څخه ونيول، خو اوس له حکومت نه ډېر ناهيلى يم، ځکه له موږ سره هېڅ مرسته نه کوي.))

ده زياته کړه، د نوموړي په ګډون ګڼ شمېر پاڅون کوونکو د وسلو او مهماتو د نه شتون له امله د طالبانو پر وړاندې مقاومت پريښى دى.

خو د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل يادې څرګندونې رد کړې او پژواک ته يې وويل، تر خپلې وسې يې له پاڅون کوونکو سره مرستې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.