کابل (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٥): کابینې د کب نهمه چې د غازي امان الله خان له لوري د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان له ورځې سره برابره ده، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په توګه تصویب کړه.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پرېکړه د کابينۍ په نننۍ غونډه کې وشوه.
سرچينه کاږي، ولسمشر غني د هېواد د دفاع، د امنیت د تامین او د خلکو د سر او مال د خوندیتوب په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو برحقه مبارزې او هلو ځلو ته په اشارې په کليزه کې د "کب نهمه" د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په توګه نومول، د کابینې مهم تصویب او پرځای پرېکړه وبلله.
سرچينه زياتوي، نوموړي د بېلا بېلو وزارتونو او ادارو یوه ګډ پلاوي ته دنده سپارلې وه، چې د ملي امنیت شورا دفتر سره په هغمږۍ په دې برخه کې کار وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، یاد پلاوي په دې هکله د کارونو له ترسره کولو وروسته د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې د نمانځنې مراسمو طرزالعمل د ملي امنیت شورا پرونۍ غونډې ته وړاندې کړ، چې له هر اړخیز بحث وروسته تايید شو.
د سرچينې په حواله، ياده شوې ورځ د اعلیحضرت غازي امان الله خان له لوري د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان له ورځې سره برابره ده.
تردې وړاندې د ارګ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي و، چې د طرزالعمل له مخې به دغه ورځ د نښانونو، مډالونو، تقدیرنامو او نغدي مکافاتو په ورکولو سره نمانځل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن