کابل(پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٥): د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې په اساسي قانون کې لاسوهنه شوې او بايد له عاملينو سره يې قانوني چلند وشي.
د افغانستان اساسي قانون په ١٣٨٢ کال کې د اساسي قانون لويې جرګې له لوري په ١٢ څپرکو او ١٦٢ مادو کې تصويب شوى دى.
په ولسي جرګه د کابل د خلکو استازي رمضان بشردوست، د جرګې ننۍ ناسته ته وويل:((يو هغه اساسي قانون دى چې د اساسي قانون په لويه جرګه کې تصويب شوى او بل قانون هغه چې په رسمي جريده کې چاپ شوى دى. په رسمي جريده کې چاپ شوى قانون، د هغې نسخې په پرتله چې د هرې پاڼې په پاى کې مجددى صاحب(د اساسي قانون د جرګې مشر) لاسليک کړى، بدلونونه په کې شته دي.))
هغه زياته کړه چې د اساسي قانون داسې پاڼې يې تر لاسه کړې چې هغه مهال د صبغت الله مجددي له لوري لاسليک شوې دي.
نوموړي زياته کړه چې د دې پاڼو په شاملو مطالبو کې د رسمي جريدې له چاپ شوي اساسي قانون سره څو ځايه بدلونونه راغلي دي.
هغه د بېلګې په ډول وويل چې د اساسي قانون په ٥٠مه ماده چې په دې پاڼو کې ذکر شوې، راغلي دي:(( دولت مکلف دى چې د سالمې ادارې د رامنځته کول او د هېواد په اداري سيستم کې له اصلاحاتو راوستلو وروسته د ملي شورا له تصويب وروسته لازم تدابير ونيسي.))
خو هغه زياته کړه چې په رسمي جرېده کې د اساسي قانون په چاپ شوې نسخه کې د ((د ملي شورا له تصويب وروسته)) متن حذف شوى دى.
نوموړي د يادو شوو پاڼو کاپي د جرګې اداري پلاوي ته وسپارله او ويې ويل چې د هغه مهال ولسمشر حامد کرزى، په لنډمهاله اداره کې د هغه مرستيالان محمد کريم خليلي او حاجي محمد محقق، د اساسي قانون د لويې جرګې مشر صبغت الله مجددي ، د همدې جرګې د دارالانشاء مشر فاروق وردګ او د وخت د بهرنيوچارو وزيرعبدالله جرګې ته وغوښتل شي، څو په دې اړه ملت ته وضاحت ورکړي.
په ولسي جرګه کې د باميانو استازي محمد اکبري هم وويل چې په اساسي قانون کې لاسوهنه شوې، خو ملي شورا او رسنيو ورته پاملرنه نه ده کړې.
هغه وويل:((له تصويب وروسته په ملي وثيقه کې لاس وهل، تر ټولو ستر خيانت او د ملت په حق کې جفا ده، کومو کسانو چې دا کار کړى، بايد محاکمه شي.))
نوموړي د جزيياتو له ورکړې پرته زياته کړه چې اساسي قانون په رسمي جريده کې چاپ شوى او قانوني نسخه يې چې د هرې پاڼې په پاى کې يې د اساسي قانون جرګې لاسليک کړى، زيات توپير په کې نشته.
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي عبداللطيف پدرام هم وويل چې په اساسي قانون کې لاسوهنه شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن