ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان انټرنټ ټولنه په ملي سطح د انټرنټ مديريتي فورم ترسره کولو لپاره چمتووالی نيسي

author avatar
19 Jan 2017 - 18:30
author avatar
19 Jan 2017 - 18:30

مطبوعاتي اعلاميه

د سملاسي خپراوي لپاره

کابل/ جنوري ۱۹، ۲۰۱۷ (د انټرنیټ ټولنه افغانستان):- د انټرنیټ ټولنه (آيساک) افغانستان د لومړنی انټرنیټ مديريتي فورم افغانستان (آی.جي.ایف.اې) د ترسره کولو لپاره آمادګي پيل کړه. دا فورم به د مارچ له ۲۸ تر ۳۰ په کابل کې ترسره کیږي. ددغې غونډې موخه داده چې له حکومتي، د مدني ټولنی، خصوصي سکتور، د تخنيکي ټولنو او پوهنتوني مشران د انټرنېټ د مديريت پر عمده مسايلو د مباحثې لپاره سره راغونډ‌ کړي. دا مسايل د انټرنیټ پر لاسرسي، تنوع، امنيت، ثبات، پراختيا او ټکنالوجيو او محتوياتو راګډیږي.

 

د افغانستان د انټرنیټ مديريتي فورم به د کالنيو غونډو يوه کړۍ وي چې بیلابیلو ذیدخلو مراجعو ته به يو پرانستی او ټوليز پلټفارم ایجادوي څو د انټرنیټ اړوندو مسايلو باندې بحث وکړي او د افغان انټرنیټ لپاره يوه مشترکه اجنډا وکاږي. دا فورم به همداراز د (پايداره انکشاف د اهدافو) په بريالي تطبيق کې د انټرنیټ د اساسي رول ارزونه وکړي. د انټرنیټ د کاروونکو او د پاليسۍ د ماهرانو په شمول به د ژوند له هرې برخې سلګونه ګډونوال په دې غونډه کې برخه اخلي. 

 

د انټرنیټ ټولنه (آيساک) افغانستان تمه لري چې په افغانستان کې د ټولو وګړيو د کارونې په موخه د انټرنیټ د پرانستي انکشاف، بدلون، او کارونې د ترويج په موخه به مختلف ملي او نړيوال فعالان لکه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د افغانستان د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ ملي اتحاد (نیکټا)، د افغانستان د معلوماتي ټکنالوجۍ د شرکتونو ټولنه (ایټکا)، د انټرنیټ فورمونو د ملاتړ اتحاديه (آی.جې.اېف.اېس.ای)، د انټرنیټ‌ ټولنه (آيساک)، د اختصاصي نومونو او شمیرو نړيوال شرکت (آيکین)، ټوليزې رسنۍ او د نړيوالې ټولنې دواير به ورسره د همکارۍ په موخه يو ځای شي.

 

د انټرنیټ‌ ټولنې (آیساک) افغانستان پېژندنه:

په ۲۰۰۶ کې تاسیس شوې د انټرنیټ ټولنه (آیساک) افغانستان د انټرنیټ د کاروونکو او غیر-کاروونکو يوه ټولنه ده. آیساک افغانستان د انټرنیټ د نړيوالې ټولنې (آیساک) يوه ملي څانګه ده. آیساک افغانستان له خصوصي، حکومتي، مدني او تخنيکي او اکاډميکو سکتورونو څخه د انټرنیټ اړوندو مسايلو کې دخيلو افرادو، لکه د ټکنالوجۍ متخصصانو، پاليسي جوړوونکو، او د ټکنالوجۍ کاروونکو ته خدمات وړاندې کوي.

 

د مطبوعاتو لپاره اړيکې:

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.