ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تاله او برفک ولسوالۍ عمليات هيڅ لاسته راوړنه نه لري

د تاله او برفک ولسوالۍ عمليات هيڅ لاسته راوړنه نه لري

author avatar
19 Jan 2017 - 16:02
د تاله او برفک ولسوالۍ عمليات هيڅ لاسته راوړنه نه لري
author avatar
19 Jan 2017 - 16:02

 پلخمري (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٥): د بغلان ولايت امنيتي چارواکي مني چې په تاله او برفک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو ترسره شوي عمليات چې د کان کيندونکو د قاتلينو د نيولو په موخه پيل شوي و، تر اوسه پورې کومه لاسته راوړنه نه لري.

 د شاهين قول اردو د لومړۍ لوا د لومړي کنډک قوماندان ډګروال ضياءالدين پژواک خبري اژانس ته وويل  چې د ملي اردو ځواکونه د تاله او برفک ولسوالۍ اناردرې سيمې (چېرته چې اته کان کيندونکي وژل شوي و) ته رسېدلي، خو د پېښې عاملين له همدې ځايه تښتېدلي دي.

نوموړي د دې خبرې د څرګندولو ترڅنګ، چې امنيتي ځواکونه د قاتلينو د نيولو په هڅه کې دي، پژواک ته وويل، د کان کيندونکو قاتلين څلور کسان دي چې اوسمهال غرونو ته تښتېدلي دي.

 د ضياءالدين په وينا، تاله او برفک يوه غرنۍ سيمه ده چې همدا پېچلى جغرافيوي جوړښت يې د عملياتو پر وړاندې خنډ شوى دى.

 د بغلان د ولايتي شورا غړو هم دغه عمليات ناکام او له کومې لاسته راوړنې پرته بللي او وايي، کوم امنيتي ځواکونه چې د تاله او برفک ولسوالۍ ته تللي؛ د يادې ولسوالۍ انار درې سيمې ته د تللو  وس نه لري.

 د بغلان د ولايتي شورا يوه غړي سميع الدين ناظر وويل، کوم  امنيتي ځواکونه چې د کان کيندونکو قاتلينو د نيولو په موخه د تاله و برفک ولسوالۍ ته تللي، تر اوسه پورې يې عمليات نه دي ترسره کړي او ياد ځواکونه په يوازې توګه عمليات نه شي ترسره کولى، له دوى سره بايد د مرستې په موخه نور ځواکونه هم يوځاى شي.

 د تاله او برفک ولسوالۍ يوه قومي مشر ملا محمد دين پژواک ته وويل، کومو کسانو چې د کان کارکوونکي وژلي اوس له طالبانو سره يوځاى شوي چې په ياده ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو شمېر له زرو هم اوړي او که چېرې دولت له طالبانو سره جګړه پيل کړي نو له امله به يې زرګونه کورنۍ بېځايه او ډېر شمېر بېګناه وګړي   په کې ووژل شي.

 هغه زياته کړه چې د کان کيندونکو قاتلين بايد د قومي مشرانو په منځګړيتوب له نښتې پرته امنيتي ځواکونو ته وسپارل شي.

 دا په داسې حال کې ده چې د مرغومي مياشتې په ١٧ مه په تاله او برفک ولسوالۍ کې يو شمېر ناپېژاندو وسله والو د يوه کان پر کارکوونکو بريد وکړ  چې په پايله کې يې د کان اته کارکوونکي ووژل او څلور نور يې ټپيان کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.