ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“راتلونکى کال به د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې ترسره شي”

“راتلونکى کال به د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې ترسره شي”

author avatar
19 Jan 2017 - 19:40
“راتلونکى کال به د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې ترسره شي”
author avatar
19 Jan 2017 - 19:40

کابل (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٥): د افغان حکومت اجرائيه رياست په ټاکنيز نظام کې پر بنسټيزو اصلاحاتو د ټينګار ترڅنګ وايي، حکومت په راتلونکي کال کې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دى.

د حکومت د اجرائيه رياست وياند مجيب الرحمن رحيمي، نن کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې وويل، اجرائيه رياست د ټاکنيزو اصلاحاتو په پلي کېدو کې، چې دغه کار د ملي يووالي حکومت د رامنځته کېدو د سياسي هوکړه ليک يو مورد دى، ژمن دى او په دې برخه کې ډېرې هلې ځلې کوي.

هغه زياته کړه: "افغانستان کې په ٢٠١٤ زېږديز کال کې درغلۍ، افغانستان د بحران لوري ته بوته، نو اړينه نه ده، څو په داسې حالاتو کې ټاکنې ترسره کړو، چې هېواد مو يو ځلې بيا بحران ته لاړ شي، په کار کې بېړه نشته او ټاکنې به د اصولو پر بنسټ ترسره کېږي او حکومت راتلونکى کال ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دى."

د حکومت د اجرائيه رياست وياند له  ټاکنيزو کميسيونونو وغوښتل، چې د ټاکنيزو اصلاحاتو په برخه کې په خپل کار کې له پرمختګ څخه ټول هېوادوال خبر کړي او خپلې ټولې کړنې بايد د قانون په چوکاټ کې ترسره کړي.

نوموړي د رايې ورکولو د پخوانيو کارتونو شتون په راتلونکو ټاکنو کې يوه لويه ستونزه وبلله او ويې ويل، له بده مرغه د هېواد د نفوس برابر کارتونه وېشل شوي، چې دغه موضوع په ټاکنو کې يوه ستره ستونزه ده.

رحيمي زياته کړه، د رايې ورکولو پخواني کارتونو ډېرې ستونزې راولاړې کړې، د کارتونو لغوه او يا بل بديل؛ هغه بحث دى چې د اصلاحاتو په برخه کې پرې خبرې روانې دي او د حکومت دواړه چارواکي ژمن دي، چې په پخوانيو کارتونو سره ټاکنې د درغلۍ لوري ته ځي او پر ځاى يې بايد يو نوى ميکانېزم رامنځته شي.

نوموړي د رايه ورکوونکو د نوم ثبت او د ټاکنيزو حوزو څرګندول يو اصل وباله او زياته يې کړه، د ياد اصل په عملي کېدو سره به په ټاکنو کې له درغلۍ او بحران ته له تګ مخنيوى وشي.

نوموړي د پخوانيو کميسيونونو له ډېرې درغلۍ اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، پخوانيو کميسيونونو د هېوادوالو له رايو سره خيانت کړى، نو په مالي مسايلو کې به يې هم ډېر فساد کړى وي او د هېواد عدلي او قضايي بنسټونه بايد د ټاکنيزو کميسيونونو پخوانيو غړو دوسيو ته لاسرسى وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.