کابل (پژواک،٣٠مرغومى ٩٥): د سولې عالي شورا د نړيوالو چارو سلاکار وايي، د افغانستان د سولې بهير پېچلى شوى او د سولې راوستل د دې شورا له وړتيا څخه لوړه موضوع ده.
اسماعيل قاسميار دا مطلب نن هغې ناسته کې چې د هېواد اوسني وضعيت په تړاو د "سولې، رسنيو او حکومتولۍ انستيتيوت" له لوري کابل کې جوړه شوې وه، په ډاګه کړ.
نوموړي د سولې په اړه وروستيو دوه اړخيزو، درې اړخيزو او څلور اړخيزو ناستو ته چې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا استازو په ګډون جوړې شوې اشاره وکړه او ويې وويل، يادوشوو ناستو د سولې بهير لا پېچلى کړى دى.
قاسميار زياته کړه، په وروستيو کې روسيې، افغانستان کې د سولې د ټينګښت په اړه د چين او پاکستان استازو په ګډون د افغان حکومت استازو له شتون پرته غونډه جوړه کړه چې د نړيوالو اصولو خلاف کار و.
د سولې عالي شورا د نړيوالو چاروسلاکار وويل: "زموږ ځيني ګاونډيان له وسله والو مخالفينو په ځانګړې توګه طالبانو سره اړيکې لري چې پټې او ښکاره غونډې جوړوي چې دهغوى په باور د حسن نيت په توګه يې ترسره کوي، موږ ته د اندېښنې وړ دي او څو چې د افغانستان د سولې په برخه کې عملي ګامونه وانه خيستل شي، داسې اړيکې موږ ته د پوښتنې وړ دي."
د سولې عالي شورا ياد غړي وويل: "څرنګه چې اوس موسم سوړ دى، له بده مرغه همداسې د سولې، امنيت او ثبات هوا هم سړه ده، په خپګان سره وينو چې زموږ د هېواد غميزه د هرې ورځې په تېرېدو سره نوره هم ژوره کېږي."
اسماعيل قاسميار د افغانستان جګړه د سيمې او نړيوالو ځواکونو ستره لوبه وبلله او يادونه يې وکړه چې دا لوبه د روسيې په فعالېدو سره لا پسې څرګنده شوې ده.
د هغه په وينا، په لوبه کې ښکېل هر هېواد د خپلو ګټو او ستراتيژۍ لپاره کار کوي، خو افغانان په کې زيانمنېږي.
د سولې عالي شورا د نړيوالو چارو سلاکار په ورته وخت کې وويل چې په تېرو ١٦ کلونو کې هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون د سولې په برخه کې ګټور نه و.
قاسمياروويل: "بهرني ځواکونه چې د سولې او امنيت راوستو لپاره راغلي وو، ونه توانېدل او يا يې ونه غوښتل چې سوله ټينګه کړي او دې پوښتنې ته بايد ځواب ورکړل شي؛ دا لوبه د سولې عالي شورا له وسه وتلې ده."
د سولې عالي شورا د نړيوالو چارو سلاکار په خبره، له هېواد څخه بهر د طالبانو د مشرتابه شتون ستونزې راټوکوي او د طالبانو مشرتابه ته رسېدل، بايد د پاکستان د استخباراتي سازمان له فلټر څخه تېر شي.
خو د دې ترڅنګ قاسميار په ډاګه کړه چې د سولې عالي شورا د سولې په ټينګېدو کې پر ملي اجماع رامنځ ته کېدوکار کوي او ډاډ لري چې په دې سره به جګړه ختمه او ملي پخلاينه رامنځ ته شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن