قلعه نو (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٥): چارواکي وايي چې په بادغيس ولايت کې يوه پېغله نجلۍ د خپل پلار لخوا وژل شوې ده.
د بادغيس د والي وياند ظاهر بهاند د مرغومي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د قادس ولسوالۍ د ريګي سيمې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د يادې نجلۍ پلار په دې شک چې ګوندې لور يې د سيمې له يوه اوسېدونکي ځوان سره نامشروع اړيکې لرلې، پر ډزو سره وژلې ده.
د والي وياند وايي چې د نجلۍ پلار او ياد هلک دواړه په تېښته بريالي شوي، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
خو د بادغيس د ولايتي شورا يو تن غړي محمد ناصر نظري وايي چې هلک د پوليسو لخوا نيول شوى او د نجلۍ کورنۍ غواړي چې هغه هم ووژني.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن