ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” ٢٠١٦ کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٠٠ قضيې ثبت شوې دي”

” ٢٠١٦ کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٠٠ قضيې ثبت شوې دي”

author avatar
19 Jan 2017 - 18:37
” ٢٠١٦ کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٠٠ قضيې ثبت شوې دي”
author avatar
19 Jan 2017 - 18:37

 کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٥): د خبريالانو د خونديتوب کمېټه وايي چې په ٢٠١٦ زېږديز کال کې د خبريالانو او رسنيو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٠١ پېښې ترسره شوې، چې د ٢٠١٥ کال په پرتله ٣٨ سلنه زياتوالى ښيي.

 د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر نجيب شريفي نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې د ياد بنسټ د ٢٠١٦ زېږديز کال راپور وړاندې کړ.

 هغه وويل  چې په دغه کال کې د خبريالانو او د رسنيزو  کارکوونکو د وهلو، قتل، ګواښ او ټپي کولو ١٠١ قضيې ثبت شوې دي.

 شريفي زياته کړه چې په ٢٠١٦ کال کې ١٣ خبريالان او رسنيز کارکوونکي وژل شوي، چې له دې جملې يې لس مورده د طالبانو، دوه مورده د ناپېژاندو او يو بل مورد د ماين چاودنې له امله رامنځته شوى، دغه راز ٣٠ کسان وهل شوي، ٣٥ خبريالان ګواښل شوي، شپږ کسان ټپي کړل شوي او ١٧ نورو ته بيا ښکنځلې او بد ويل شوي دي، چې له دې جملې يې ډېرې پېښې په کابل او د هېواد په شمالي حوزه کې رامنځته شوې دي.

 هغه وويل: "په دغه کال کې نه يوازې له کيفي پلوه، تاوتريخوالى زيات شوى، بلکې د تاوتريخوالي د قضيو کچه چې په ٢٠١٥ کال کې ٧٣ مورده وه؛ سږ کال ٣٨ سلنه زياته شوې ده."

 په دغه راپور کې راغلي  چې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٥٠ سلنه قضيې د حکومت د چارواکو او يا منسوبينو، ٢٠ سلنه د طالبانو او ١٤ سلنه د ناپېژاندو وسله والو له لوري ترسره شوې دي.

 نجيب شريفي زياته کړه چې د رسنيزو کارکوونکو او خبريالانو دومره اندازه مرګ ژوبلې، افغانستان د رسنيو د فعاليتونو لپاره په يوه خطرناک هېواد بدل کړى دى.

 د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر وويل، چې د خبريالانو پر وړاندې بريدونه او د ګواښ زياتوالى د خبريالانو ترمنځ د پراخه سانسور لامل شوي او طالبان بيا په دا ډول کارونو سره غواړي چې په نا امنو سيمو کې د رسنيو خپرونې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

 د ياد بنسټ مسوول څرګنده کړه، طالبان تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د ښځې غږ، د امنيتي ځواکونو اعلانونه، د سولې اعلان، سندرې او يا نور تفريحي پروګرامونو ته د خپرولو اجازه نه ورکوي.

 نوموړي د بېلګې په توګه د لوګر، غزني، وردګ، پکتيا او پکتيکا ولايتونو نومونه ياد کړل، چې په کې طالبان د خپرونو د مخنيوي هڅې کوي او دغه راز يې طالبان تورن کړل  چې په پراخه ډول د خپلو خبرونو د خپرولو غوښتنه کوي.

 پر دې سربېره شريفي ټينګار وکړ، چې په تېر زېږديز کال کې د رسنيو کارکوونکو او خبريالانو د خونديتوب او امنيت ټينګښت لپاره د حکومت له لوري مثبت ګامونه پورته شوي دي.

 د ولسمشر وياند هارون چخانسوري نن په يوه خبري ناسته کې د ياد راپور په غبرګون کې د خبريالانو او رسنيو کارکوونکو پر وړاندې د حکومت له لوري پنځوس سلنه تاوتريخوالى رد کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.