ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په  لوګر کې  يوه روږدي خاوند خپله مېرمن  نشه کولو او خير ټولولو ته اړ کړې

په لوګر کې يوه روږدي خاوند خپله مېرمن نشه کولو او خير ټولولو ته اړ کړې

author avatar
19 Jan 2017 - 15:48
په  لوګر کې  يوه روږدي خاوند خپله مېرمن  نشه کولو او خير ټولولو ته اړ کړې
author avatar
19 Jan 2017 - 15:48

پل علم (پژواک،٣٠مرغومی ۹۵): په لوګر کې په نشه يي توکو روږدې يوه مېرمن د خپل خاوند لخوا خير ټولولو ته د دې لپاره اړ شوې وه، ترڅو د خير په پيسو د ځان او خاوند لپاره نشه يي توکي واخلي.

دغه مېرمن زرمينه نوميږي چې د لوګر د لرې پرتې ولسوالۍ بره کي برک د بابوړيو د سيمې اوسېدونکې ده او ٤٥کاله عمر لري.

هغې پژواک خبري اژانس ته په نشه يي توکو د روږدېدو کېسه داسې وکړه: (( د ښې کورنۍ يم، په ښه شان او شوکت مو واده وکړ، خو  د ژوند مشکلاتو اړ کړو چې ايران ته مهاجر شو، هلته مې مېړه په مخدراتو اخته شو، بيا يې په زور ماته هم راکړل اوس دواړه پوډريان يو.))

زرمينه وايي چې اوس مهال يې خاوند طلاق کړې،  په هديرو او ويجاړو کورونو کې شپې تېروي.

هغې زياته کړه: (( شپږ لوڼې او يو زوى مې درلودل، مېړه مې لوڼې خلکو ته په لوړ ولور ورکړې، څو  کاله يې ښې مزې پرې وکړې، وروسته ما ورته په بازار کې ګدايي کوله، خو دا يو کال کې سره جدا يو، يو د بل له حاله هم خبر نه يو.))

زرمينه په ملا کړوپه ده، لرګى يې په لاس کې دى ،شنه چادري يې پر سر کړې او په مرکز پل علم کې سړې هوا  کې ناسته ده او هر لاروي ته لاس نيسي او د خير غږ  پرې کوي.

د هغې په وينا، هره ورځ  د سلو افغانيو نشه يي توکي اخلي او بيا يو پټ ځاى پيدا کوي او هلته يې څکوي.

د زرمينې چې د مخ هډوکي يې له ورايه ښکاري زياته کړه: (( ځينې کسان خير راکوي  خو ځينې نور بيا راڅخه د پيسو په بدل کې د بد کار غوښتنه کوي، نه پوهيږم چې اخر به مې ژوند چېرته ورسيږي؟))

هغې دا هم وويل: (( کله چې د خپل زوم کره ځم نو هغه راڅخه د شپې د تېرولو په بدل کې سل افغانۍ غواړي او له بازار څخه کورته يې ترکاري هم وړم، زوم مې هم نشه يي دى.))

نوموړې وايي چې که زوم ته پيسې ورنه کړي بيا د شپې تېرولو ځاى نه ورکوي او بد وضعيت ورسره کوي.

هغې دا هم وويل چې د خپل زوى او نورو لوڼو په اړه معلومات نه لري، ځکه يو کال کيږي  چې له هغوى څخه جلا ده.

زرمينې زياته کړه: ((کومه ورځ چې نشه ونه کړم بيا مې ځان درد کوي، زما په شان دلته نورې ښځې هم شته او کله کله په ګډه نشه کوو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.