ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميوند کې د وسله والو بريد پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

په ميوند کې د وسله والو بريد پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
19 Jan 2017 - 13:37
په ميوند کې د وسله والو بريد پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
19 Jan 2017 - 13:37

کندهار (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٥): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې وسله والو مخالفینو د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی چې دوه پولیس په کې وژل شوي او درې ټپیان شوي دي.

دغه پيښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په شلغمي سیمه کې شوې ده.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د مرغومي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته پيښه تایید کړه او ویې ویل، په دغه برید کې دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې وسله والو مخالفینو دغه برید د شپې له تیارې څخه په ګټې اخیستنې د لرې ویشتونکو وسلو په وسیله کړی دی.

د ده په خبره، د پولیسو په ځوابي برید کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دا چې هغوی خپل مړي او ټپیان وړي، کره شمېره یې څرګنده نه ده.

خو د میوند ولسوالۍ یوه امنیتي سرچینه په دې برید کې د پولیسو مرګ ژوبله ډېره ښیي.

یادې شوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، د وسله والو په دغه برید کې شپږ پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

بلخوا په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو په قوماندانۍ کې یوه افغان سرتېري پر يوه بهرني روزونکي د برید هڅه کوله چې د بهرنیو سرتېرو لخوا په نښه او ټپي شوی دی.

د ۲۰۵ اتل قول په قوماندانۍ کې يوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، پيښه تېره ورځ شوې ده.

دغې سرچینې وویل، یوه افغان سرتېري د روزنې پر مهال پر یوه بهرني روزونکي د برید هڅه کوله چې دغلته موجودو بهرنیو سرتېرو پرې ډزې کړي او هغه یې ټپي کړی دی.

د سرچینې په حواله، ټپي سرتېری تر درملنې لاندې دی چې تر پلټنو وروسته به د برید انګېزه په ډاګه شي.

په کابل کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته ياده پېښه تاييد کړه، خو ويې ويل  چې دواړو لوريو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.