ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د داعش څلور بهرني وسله وال وژل شوي

په ننګرهار کې د داعش څلور بهرني وسله وال وژل شوي

author avatar
19 Jan 2017 - 14:44
په ننګرهار کې د داعش څلور بهرني وسله وال وژل شوي
author avatar
19 Jan 2017 - 14:44

جلال اباد (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٥): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريد پر مهال د داعش څلور بهرني وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خو‌ږياڼي د مرغومي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې بهرنيو ځواکونو نن سهار د اچين ولسوالۍ د باندر خوړ په سيمه کې بمبار کړى دى.

هغه زياته کړه چې په دې هوايي بريد کې د داعش څلور بهرني وسله وال وژل شوي، چې د تاجکستان او پاکستان اوسېدونکي وو.

خوږياڼى وايي چې په دې بريدونو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

پرون هم ځايي چارواکو د دې ولايت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د شپږو داعش وسله والو د وژلو خبر ورکړى و.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.