مزار شریف (پژواک، د سلواغې لومړۍ نیټه ۹۵): د بلخ ولایت په خلم ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله د ځایي غیر مسوول وسله والو قوماندان له موټر چلوونکي سره وژل شوی او پنځه تنه ټپیان دي.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر مل پاسوال عبدالرزاق قادري د سلواغې په لومړۍ نیټه، پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چاودنه نن ماښام ته نږدې د خلم ولسوالۍ د خوجه بران سیمه کې د بزکشۍ میدان ته څیرمه د پاخه سړک پر شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې چاودنه د (خیزش مردمي) په نامه د ځایی وسله والو پر یو سیمییز قوماندان حاجي زمري شوې، چې له امله یې هغه له موټر چلوونکي سره وژل شوی پنځه نور ټپیان دی.
د قادري په وینا، په ټپیانو کې یو تن د یاد قوماندان ساتونکی او څلور نورو عام وګړي دي.
دی وایي، چې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي، خو د هغوی د روغتیایي حالت په اړه یې معلومات نه درلودل.
د سیمې یو تن اوسیدونکي محمد عسکر پژواک ته وویل، چې چاودنه د بزکشۍ میدان ته نږدې شوې او موخه یې د جمعیت ګوند قوماندان حاجي زمری و.
هغه زیاتوي، چې دده پلار د جمعیت ګوند پخوانی جهادي قوماندان او پیښه د ځایي قوماندانانو ترمنځ د اختلافاتو له امله رامنځته شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن