کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۵): یوه امنیتي سرچینه وايي چې د کابل د دیارلسمې امنیتي حوزې امر د ۳۰زره امریکايي ډالرو رشوت اخیستو په تور نیول شوی دی.
د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ یوې امنیتې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام رامنځته شوه.
یادې سرچینې وویل چې د کابل د دیارلسمې امنیتي حوزې امر محمدحسین د کورنیو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې پولیسو له خوا د ۳۰زره امریکايي ډالرو رشوت اخیستو په تور نیول شوی دی.
دغې امنیتي سرچینې څرګنده کړه چې تورن لومړی د تېښتې هڅه کوله خو له درنو جرمونو سره د مبارزې پولیسو له خوا له یوې لنډې نښتې وروسته سره له ساتونکو ونیول شو.
هغه زیاته کړه چې په دې نښتې له درنو جرمونو سره د مبارزې یو پولیس ټپي شوی خو اوس یې روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
سرچینه وايي چې د دې پېښې په اړه د پولیسو څېړنې پیل شوې دي.
د کابل د پولیسو دغه چارواکی په داسې حال کې د رشوت اخیستو په تور نیول کېږي چې تېره اونۍ د کورنیو چارو وزارت یو بل چارواوکی د ۱۵۰زره افغانیو رشتو اخیستو په تور پر ۱۴ کاله بند محکوم شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن