کندهار (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۵) د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې تښتول شوي هغه ۱۱ کارګر خوشي شوي چې د وسله والو له خوا تښتول شوي وو.
دغو کارګرو د یادې ولسوالۍ د لوړ مېل په کلي کې د یوه ښوونځي د احاطې دېوال جوړاوه چې تېره میاشت (د مرغومي ۱۴مه) د ناپېژاندو وسله والو له خوا وتښتول شول.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تښتول شوي کسان د قومي مخورو په منځګړتوب او هڅو را خوشي شوي دي.
خو هغه په دې اړه نور معلومات ور نه کړل.
ده زیاته کړه، دغه کسان د یوه ساختماني شرکت کارکوونکي وو او د دې ولسوالۍ د لوړ مېل په ساحه کې یې د عبدالله نېکه په نوم د یوه منځني ښوونځي د احاطې دېوال جوړاوه چې په دې وروستیو کې منظور شوی و.
دی وايي، اوس به د یاد ښوونځي د دېوال درېدلی کار بېرته پیل شي.
په دې اړه وسله والو مخالفینو څه نه دي ويلي.
تخته پُل ولسوالي د کندهار- سپين بولدک پر لويه لاره له کندهار ښار څخه ٤٥ کيلو متره لرې پرته ده چې تر ډېره امن لرونکې ولسوالي ګڼل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن