کندهار (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۵): د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې په ساحه کې وسله والو پر یوې امنیتي بوستې د لاسي بم برید کړی چې په پایله کې يې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
یوې باوري امنیتي سرچینې د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد برید پرون ماښام د دوو وسله والو موټرسایکل سپرو له خوا د یادې حوزې اړوند د کابل دروازې پر امنیتي پوسته شوی دی.
دغې سرچینې زیاته کړه، د برید په پایله کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د ده په خبره، برید کوونکي له پېښې وروسته تښتېدلي دي.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني پيښه تاییدوي خو وايي چې په برید کې یوازې یو پولیس ژوبل شوی دی.
هغه زیاته کړه، پولیسو د برید کوونکو لټون پیل کړی خو تر دې مهاله څوک نه دي نیول شوي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې په کندهار ښار کې وخت په وخت غلچکي بریدونه تر سره کېږي چې پولیسو او نورو امنیتي مسوولینو ته په کې مرګ ژوله اوړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن