کابل (پژواک ٢ سلواغه ٩٥): د محاذ ملي ګوند مشر او د سولې عالي شورا رييس پير سيد احمد ګيلاني وفات شوى دى.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي او په دې ولايت کې د محاذ ملي ګوند استازي سهراب قادري، د نوموړي مړينه تاييد کړې ده.
له بلې خوا د دې ګوند يوې بلې نږدې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې نوموړي، نن له ماښام وروسته په کابل کې د ملي امنيت په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د ولسي جرګې يوه غړي هم د نوموړي د مړ کېدو پخلى کړى دى.
پير سيد احمد ګيلاني چې په ١٣١١ لمريز کال زېږېدلى، متوسطه زده کړې يې د کابل په ابوحنيفه مدرسه او د ليسانس تر کچه لوړې زدې کړې يې د کابل پوهنتون په شرعياتو پوهنځي کې ترسره کړې دي.
په افغانستان کې د ١٣٥٧ کال له پېښو وروسته، نوموړى پاکستان ته کډوال شو او هلته يې د افغانستان د اسلامي ملي محاذ په نوم يو جهادي ګوند جوړ کړ.
نوموړى کابو يو کال وړاندې (د ١٣٩٤ کال د کب په ٢مه)، د ولسمشر اشرف غني له خوا د سولې عالي شورا د رييس په توګه ټاکل شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن