ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د پیر سید احمد ګیلاني مړینه لویه ضایعه وبلله

ولسمشر د پیر سید احمد ګیلاني مړینه لویه ضایعه وبلله

author avatar
21 Jan 2017 - 22:25
ولسمشر د پیر سید احمد ګیلاني مړینه لویه ضایعه وبلله
author avatar
21 Jan 2017 - 22:25

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۹۵): ولسمشر اشرف غني د سولې عالي شورا د مشر او جهادي مشر پیر سید احمد ګیلاني پر مړینې خواشیني څرګنده کړه او د هغه مړینه یې لویه ضایعه بللې  ده.

له ارګ څخه د سلواغې په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر اشرف غني لخوا لیکل شوي : ((په  خواشینۍ سره خبر شوم چې د ملي اسلامي محاذ د ګوند مشر، جهادي رهبر او د سولې د عالي شورا مشر ښاغلی پیر سید احمد ګیلاني د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.))

سرچینې زیاته کړې، پیر صاحب له افغانستان څخه د شوروي پوځونو له وتلو وروسته د ارام او مهربان شخصیت او د افغانستان د جهادي رهبر په توګه جهادي تنظیمونه، مشران او د افغانستان خلک سوله ییز ژوند، یووالي، اتحاد او د هېواد په ودانولو کې فعال ګډون ته وهڅول.

ولسمشر زیاته کړې، پیرصاحب د خپلو ارزښتناکو هڅو په پایله کې  په ۱۳۷۷ کال کې د سیاسي ټولنو، جهادي او علمي شخصیتونو په همغږۍ د سولي یووالي ټولنه جوړه کړه او په بُن  کنفرانس کې یې د هیواد د سوکالۍ او افغان ولس  د هوساینې په موخه ولسواک نظام را منځته کړ.

د هغه په وینا، پیر ګیلاني د افغانستان د اوسني اساسي قانون په جوړښت کې هم د افغانستان د جهادي رهبر، روحاني او ملي مشر په توګه پام وړ رول درلود.

ولسمشر ویلي، تېرکال نوموړی د سولې د عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شو او د ده په مشرۍ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د حزب اسلامي تر منځ د سولې بین الافغاني مذاکرات په بریالیتوب ترسره شول. د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره یوه ضایعه ده.

 دارګ په خبرپاڼه کې راغلي، پیرګیلاني په ۱۳۱۱ ل کال د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ کي د طریقت د لوی مرشد  مرحوم نقیب صاحب په کور کې وزېږېد. لومړنۍ زده کړې یې په امام ابوحنیفه مدرسه کې وکړې او د شرعیاتو پوهنځی یې کابل پوهنتون کې ولوست.

پیرسید احمد ګیلاني د ولسواکۍ په لسیزه کې د ۱۳۴۳ل کال د اساسي قانون په لویه جرګه کې  د یو اغېزمن او مطرح شخص په توګه فعال ګډون وکړ.

پیرسیداحمدګیلاني پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د وسله وال یرغل پرمهال د افغانستان د دفاع او د جهاد فریضې د ادا کولو په موخه د افغانستان د مجاهد ولس مشري او رهبري په غاړه واخیسته او په پوره درایت یې دغه رهبري وکړه. وروسته د خپل ځانګړي محبوبیت او درایت له مخې د جهادي تنظیمونو د قیادي شورا رئیس او د عبوري حکومت د قاضي القضات په توګه وټاکل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان په اوسني پړاو کې د سولې او ثبات د تامین او نورو ملي مسایلو په اړه د تصامیمو په برخه کې د پیرصاحب پوهې، لارښوونو او ګټورو نظریاتو ته تر بل هر وخت زیات ضرورت لري. درېغه افغانان په دغسې حساسو شیبو کې خپل یو ملي مشر او جهادي رهبر له لاسه ورکوي.

ولسمشر ویلي، د مرحوم پیرسیداحمدګیلاني د وفات له امله د ده معززې او روحاني کورنۍ، د افغانستان مجاهد ولس، د ملي اسلامي محاذ مشرتابه او د جناب پیرصاحب پيروانو او علاقمندانو ته تسلیت ویلي  او د خدای تعالی په دربار کې خپل دغه قدرمن مشر او جهادي رهبر ته د فردوس جنت دعا کوي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.