ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ٥٥٠ ميليون ډالرو ته اړتيا ده”

“په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ٥٥٠ ميليون ډالرو ته اړتيا ده”

author avatar
21 Jan 2017 - 17:00
“په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ٥٥٠ ميليون ډالرو ته اړتيا ده”
author avatar
21 Jan 2017 - 17:00

 کابل(پژواک، ٢ سلواغه ٩٥): افغان حکومت او ملګرو ملتونو په روان کال کې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ٥٥٠ ميليون امريکايي ډالرو غوښتنه کړې ده.

د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، نن په کابل کې په «راه اندزى فراخوان طرح پاسخگوى بشرى براى افغانستان» نوم ناستې ته وويل چې له ګډوالو او راستنېدونکو سره د مرستې په برخه کې ٢٤٠ ميليون امريکايي ډالرو ته اړتيا ده.

 نوموړي همدارنګه زياته کړه چې په افغانستان کې په روان زېږديز کال کې له کورنيو بې ځايه شوو او د طبيعي او غير طبيعي پېښو له زيانمنو سره د مرستې لپاره ٣١٠ ميليون ډالرو ته اړتيا ده.

د هغه په خبره، ددې پيسو يوه برخه به پر اړمنو ووېشل شي او پاتې به يې د بېړنيو مرستو، خوراکي توکو، بېړنۍ سرپناه، څښاک اوبو او نورو په برخو کې ولګول شي.

دغه لوړ پوړي حکومتي چارواکي زياته کړه چې سږ کال په اړوندو ادارو کې د بشري مرستو د رسولو ميکانيزم په برخه کې غوره همغږي شوې او افغان حکومت به هم اړمنو ته د مرستو رسولو لپاره د شفافيت په برخه کې ځواب ويونکى وي.

عبدالله هيله څرګنده کړه چې د افغانستان دا غوښتنه به د نړيوالو مرسته کوونکو له لوري بې ځوابه پاتې نه شي.

 د هغه په خبره، نړيوالې تولې په ٢٠١٦ کال کې د افغان دولت د غوښتنې پر بنسټ له افغانستان سره څه باندې ٤٤٠ ميليون امريکايي ډالر بشري مرسته کړې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال په افغانستان کې ٣.٢ ميليونه اړ کسان چې کورني بې ځايه شوي او راستانه شوي،  په خوارځواکۍ اخته، د طبيعي پېښو او نا امنيو زيانمن په کې وو، اړينې مرستې وشوې.

د ملګرو ملتونو سازمان بشري ناظم مارک باوډون په دې ناسته کې وويل چې د افغان کډوالو داوطلبانه را ستنېدل دوام لري، د افغانستان د ګڼ شمېر خلکو اقتصادي وضعيت ښه نه دى، په دې هېواد کې د خوارځواکۍ شمېره لوړه ده ، د طبيعي او نا طبيعي پېښو د ځپل شوو شمېره هم لوړېږي او ممکن ددې برخې ستونزې په ٢٠١٧ کال کې زياتې شي.

 هغه وويل:((افغانستان له يوه استثنايي وضعيت سره مخ دى، اړتيا ده چې په استثنايي ډول ورسره مرسته وشي... زه نړيواله ټولنه هڅوم چې په دې بحران کې له افغانستان سره  خپلو مرستو ته دوام ورکړي.))

نوموړي زياته کړه چې په افغانستان کې بايد د بېړنيو  روغتيايي او غذايي مرستو کچه لوړه شي، څو له اړمنو سره په وخت مرسته وکړي.

هغه وويل چې په افغانستان کې په تېر مېلادي کال کې زياتې پېښې رامنځته شوې او له اړمنو سره منظمې مرستې وشوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.