ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې لسګونه زره  جريبه ځمکه غصب شوې

په غزني کې لسګونه زره جريبه ځمکه غصب شوې

author avatar
21 Jan 2017 - 15:28
په غزني کې لسګونه زره  جريبه ځمکه غصب شوې
author avatar
21 Jan 2017 - 15:28

غزني ښار(پژواک،٢سلواغه٩٥):په غزني کې لسګونه زره جريبه ځمکه د دولتي چارواکو او زورواکو له لوري غصب شوې او که چېرې دغه ځمکې پرې نه ږدي نو نومونه به يې د رسنيو له لارې اعلان شي.

دغه څرګندونې د غزني د ولايتي شورا منشي حسن رضا يوسفي د سلواغې په دويمه د يوې خبرې غونډې پرمهال وکړې.

هغه وويل چې د اسنادو له مخې، په غزني کې ١٥٠ زره جريبه ځمکه د دولتي چارواکو او سيمه ييزو زورواکو له لوري غصب شوې ده.

سره له دې چې نوموړي په دې برخه کې رسنيو ته کوم سند هم وړاندې نه کړ، خو زياته يې کړه: (( موږ اسناد لرو، له موږ سره ددې کسانو لېست دى که چيرې دغه ځمکې هر څه ژر پرې نه ږدي نومونه به يې د رسنيو له لارې اعلان شي.))

ده پر سيمه ييزو حکومتي چارواکو تور پورې کړ چې د ځمکو د غصب په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

د نوموړي په وينا، د غزني يو شمېر ادارې د دولتي ځمکې د نشتون له امله خپلې چارې په کرايي کورونو کې پرمخ وړي.

هغه زياتوي: (( همدا اوس هم هره ورځ دلته د ځمکو او تاريخي ځايونو غصب روان دى.))

ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد په دې ولايت کې د ځمکو د غصب مخه ونيسي، ځکه څه موده وروسته به د يو نيالګي د ايښودلو لپاره هم ځاى پيدا نه شي.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د غزني والي عبدالکريم متين پژواک ته وويل چې که ولايتي شورا د ځمکو د غصب په برخه کې هر ډول اسناد لري، نو له دوى سره دې شريک کړي.

هغه زياته کړه: (( اوازې هر څوک خپروي موږ ته دې اسناد وړاندې کړي موږ به دغه ځمکي را وګرځوو.))

والي وايي چې د ځمکي د غصب مخنيوى يې له کاري لومړيتوبونو څخه دى او په دې برخه کې جدي عمل کوي.

خو د ولايتي شورا منشي بيا وايي چې دوى د ځمکو د غصب په اړه اسناد له سيمه ييزو او د کابل   له حکومتي چارواکو سره شريک  کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.