ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پروان کې د ځينو معلولينو حقوق نه ورکول کېږي

په پروان کې د ځينو معلولينو حقوق نه ورکول کېږي

author avatar
21 Jan 2017 - 00:00
په پروان کې د ځينو معلولينو حقوق نه ورکول کېږي
author avatar
21 Jan 2017 - 00:00

 چاريکار(پژواک، ٢سلواغه ٩٥): د پروان معلولين په ادارو کې د ګومارنې، د ودانيو په طرحه او ډيزاين کې د دوى ستونزې د هېرولو، په حج کې د ونډې نه ورکړې او نورو برخو کې د دوى د  حقونو له سرغړونې شکايت لري.

د معلولينو، د شهيدانو او ورکو شوو د خپلوانو د حقوقو او امتيازاتو قانون پر بنسټ، معلول هغه څوک دى چې د جسمي، حسي، ارثي، ذهني او رواني ضايعې په سبب يې خپله سلامتيا په داسې ډول له لاسه ورکړې وي چې په ټولنيزه او اقتصادي برخه کې نيمګړى شي.

د دوى حقوق او امتيازات د همدې قانون پر بنسټ مشخص شوي دي، خو په پروان کې بيا معلولين شکايت کوي چې چارواکو ددې قانون د ځينو مادو عملي کولو ته پاملرنه نه ده کړې.

د پروان ولايت چارواکې ددې ستونزو يوه برخه مني، خو وايي هڅه کوي چې له قانون سره سم د معلولينو لپاره ټولې اسانتياوې برابرې کړي.

استخدام

 د معلولینو د حقوقو او امتیازاتو قانون په ٢٢مه ماده کې راغلي دي:” دولت په وزارتونو او دولتي ادارو کې په شرايطو د برابرو معلولينو لپاره  لږ تر لږه درې سلنه ونډه ورکوي چې د هغوى د غوښتنې له مخې تر سره کېږي.))

د پروان د مرکز د دولانه سيمې اوسېدونکى ٢٥کلن فضل الدين چې په ١٣٨٧ کال کې له جګړې د تېښتې پرمهال د ماين د چاودنې له امله يې ښۍ سترګه له منځه لاړه ، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې دوه کاله وړاندې له دوولسم ټولګي فارغ شو، له کمپيوټر سره بلد دى، په انګليسي ژبه هم پوهېږي، خو په تېرو دوو کلونو کې يې دنده نه ده موندلې.

د هغه په خبره، وروسته له هغه چې په څو ادارو کې يې د کار لپاره مراجعه وکړه ، ناهيلى او مايوس شو، خپل د دوولسم سند او د انګليسي ژبې او کمپيوټر د څو کورسونو د فراغت  سندونه يې ټوټې ټوټې کړل.

 فضل الدين چې له اقتصادي ستونزو يې شکايت درلود، وويل:((هرې ادارې ته چې ځې، بايد واسطه ولرې او يا پيسې ورکړې چې دندې ته ونيول شې، غوښتل مې چې ښوونکى شم، هر څومره مې چې کوښښ وکړ، ويې نه نيولم.))

هغه د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزه په اړه وويل:((هره ورځ يو وخت ډوډۍ خورو، اقتصادي امکانات مو کمزوري دي، اړ يو چې هره مياشت د کور درې زره افغانۍ کرايه ورکړم، د واده مې يو کال کېږي، پوروړى يم، خپل ژوند ډېر په سختۍ مخته وړم.))

 د پروان د سيدخېل ولسوالۍ د چينکي کلي اوسېدونکې مشتري چې پښې يې په دوه کلنۍ کې د ماشو مانو د پوليو ناروغۍ په سبب فلج شوې او له دوولسم ټولګي نه تر فراغت وروسته له ٩ کلونو راهيسې د سدخېل  امير رحمان شهيد ليسه کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوي، وويل چې د کار د پيدا کولو لپاره يې زياتې ستونزې ګاللې دي.

هغه چې ٣٤کاله عمر لري او د لکڼې په وسيله تګ کوي، زياتوي:((يوې ادارې ته لاړم، غوښتل مې چې ښوونکې شم، راته يې وويل چې ځه بچو روغو ته کار نه پيدا کېږي، ته خو معلوله يې، سخته پرېشانه شوم.))

د پروان د معلوليت لرونکو د ټولنيزې شورا مشر عبدالحکيم همدرد چې ٤٥ کاله عمر لري او دواړه پښې يې په ٢١کلنۍ کې د ماين چاودنې په سبب پرې شوې، وايي چې په دې ولايت کې تحصيل کړي معلولين شته، خو يوازې څو محدود کسان يې په دولت کې د مامور په توګه کار کوي.

همدرد زياته کړه، دواړه پښې يې د روسانو د وخت د اېښودل شوي ماين د چاودنې له امله په داسې مهال قطع شوې چې له دوولسم ټولګي فارغ شوى و او د ژوند ټول پلانونه يې ګډوډ شول، هغه له چارواکو غوښتل چې د معلولينو د ګومارنې په برخه کې کوښښ وکړي او د معلوليت لرونکو د حقوقو او امتيازاتو د قانون ٢٢مه ماده عملي کړي.

 وکيل احمد سهيل چې درې مياشتې وړاندې د پروان ولايت د کار او ټولنيزو چارو د رييس په توګه ګومارل شوى، وايي چې په دې ولايت کې ٥١٤٠ تنه معلوليت لرونکي کسان ثبت شوي دي.

د هغه په خبره، په ولايتونو کې د ګومارل شوو معلولينو کره شمېره نه لري، خو ويلى شي چې په پروان ولايت کې د معلولو مامورينو شمېره په داسې حال کې نيم سلنې ته رسېږي چې ددې ولايت ځينې معلولين د کار وړتيا لري.

سهل د کار وړ معلولينو شمېره هم څرګنده نه کړه او ويې ويل چې په ادارو کې د کار کوونکو معلوليت لرونکود پېژندلو پروګرام شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې پيل شوى دى.

هغه د معلولينو د حقوقو او امتيازاتو قانون د ٢٢مې مادې نه رعايت ، د معلولينو په حق کې جفا وبلله او ويېويل چې پر دې ماده سربېره ددې قانون مواد په ودانيو کې معلولينو ته د اړينو اسانتياوو د نه رعايت او د حج فريضه کې د دوى پر حق د سترګو پټولو په برخو کې هم نه ده عملي شوې.

نوموړي زياته کړه ، غواړي چې له نورو ادارو سره په تفاهم د معلوليت لرونکو د حقونو د ورکړې لپاره چې په بېلابېلو برخو کې تر پښو لاندې کېږي، اقدام وکړي.

خو د ولايت مرستيال والي شاه ولي شاهد وويل چې که معلولين د کار وړتيا  او شرايط ولري، له قانون سره سم تر نورو کسانو ډېره ترجيح ورکول کېږي.

د هغه په خبره، د هغه معلول د کار غوښتنليک چې د کار په شرايطو برابر وي، نه ردېږي.

شاهد د فضل الدين په اړه وويل:((له رسنيو وړاندې به يې د ولايت د تعييناتو د شکايتونو کمېټې ته ويلي و ، ماته به يې ويلي و ، والي صاحب ته به يې ويلي و  چې رشوت اخلي، واسطه نه لرم، په ښوونځيو کې له درې سوو ډېر مامورين او ښوونکي لرو، ټول يې په رشوت نه دي مقرر شوي، ممکن په ځينو برخو کې فساد شوى وي، چې موږ پرې خبر نه يو، همدې فضل الدين ورور هم بايد په هغه وخت او شرايطو کې چې ازموينه اخيستل کېده، راغلى واى او ګډون به يې کړى و.))

په ودانيو کې د اړينو اسانتياوو نشتوالى

د معلولينو، د شهيدانو او ورکو شوو د کورنيو د حقوقو او امتيازاتو قانون په ٥٢مه ماده کې راغلي دي چې وزارتونه،  دولتي ادارې او نور مراجع  د ودانيو، ځايونو، تفريح ځايونو، سپورټ ځايونو، عمومي لارو ، ترانسپورټ او ټکنالوجي د طرحې پرمهال د معلولينو لپاره اړينې اسانتياوې په پام کې ونيسي.

خو په پروان کې معلوليت  لرونکي کسان وايي چې دا ماده هم په پام کې نه نيول کېږي

همدرد وويل، د هغه مسووليت له مخ چې د معلولينو د ټولنيزې شورا د مشر په توګه يې لري، دولتي ادارو ته ډېر تګ راتګ کوي، خو دا چې په ودانيو کې معلولينو ته اړينې اسانتياوې په پام کې نه دي نيول شوې، د دولتي ادارو په زينو کې ډېر په سختۍ تګ راتګ کوي.

هغه زياته کړه:((يوازې زه نه يم چې دا ستونزه لرم، زما په څېر سلګونه ملعولين دي چې پښې يې پرې شوې او د پروان ولايت په ودانيو کې ورته ښکته پورته کېدل ګران دي، کله چې يوه ودانۍ جوړېږي، د همغه ادارې مسوول چارواکى بايد  د معلولينو ستونزه هم په پام کې ونيسي، څو داسې لاره ورته جوړه کړي چې په اسانۍ پرې تګ راتګ وکړي، خو کله کله خلک زموږ سره مرسته کوي، له لاسه مو نيسي او يا هم په خپل بغل کې اوچتوي.))

مېرمن مشتري دانش چې د لکڼې په مرسته ځي او په په چينکي ښوونځي ښوونکې ده، وايي:((د چينکي ښوونځى زينه نه لري، ډېره په سختۍ ورباندې ځم، ډېره لېوالتيا لرم چې د کار او ټولنيزو چارو رياست ته لاړه شم، خو زينې يې ډېرې لوړې دي، نه شم تللى.))

د سيدخېل ولسوالۍ د اشترکر کلي اوسېدونکى ٤٠کلن محمد اغا چې په اتلس کلنۍ کې يې پښه د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله پرې شوې او د خپلې اته کسيزې کورنۍ لپاره د ډوډۍ پيدا کولو لپاره بوټونه ګنډي، ورته شکايت لري.

هغه چې د خپلو لاسونو په مرسته تګ کوي، وايي کله چې غواړي د معلوليت د حق پر بنست د دولت له لوري ورکړل شوې ٦٠ زره افغانۍ کلنى معاش تر لاسه کړي، د ولايت مرکز چاريکارو ته تر باختر بانک پورې په ډېره سختۍ ځي، د ودانۍ په زينو کې د اوچتېدو پرمهال د نورو مرستې ته اړ وي.

هغه زياته کړه:((خلک زړه سوى کوي،  په زينو کې مې اوچتوي… په باختر بانک کې ګڼه ګوڼه زياته وي، څو ورځې د خپلو کلنيو حقونو د اخيستلو لپاره بانک ته ځم.))

 د پروان ولايت مرستيال شاه ولي شاهد وويل چې پخوا په دولتي ودانيو کې د معلولينو لپاره اسانتياوې په پام کې نه دي نيول شوې، خو په هغو ودانيو کې چې په ور

وستيو دوو کلونو کې جوړې شوې، لکه د ولايتي شورا او ښاروالۍ ودانۍ، نو دا اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي، هغه زياته کړه  کومې ودانۍ چې په راتلونکي کې جوړېږي، دا اسانتيا په پام کې نيسي.

شاهد تاييد کړه چې که په دې ولايت کې د باختر بانک څانګې ودانۍ د معلولينو لپاره معياري نه ده او کمې غرفې لري، خو هڅه کوي چې کومې بلې ودانۍ ته د څانګې په لېږدولو سره دا ستونزه حل کړي.

 د  حج ونډه

د معلولينو د حقوقو او امتيازاتو قانون د ٣٣ مې مادې له مخې، حکومت اړ دى چې د حاجيانو ونډه چې په رسمي ډول د مېلمه په توګه او يا هم د هېوادونو او اسلامي موسساتو په لګښت حج ته بلل کېږي، پنځه سلنه يې په شرايطو برابرو معلولينو ته ورکړي.

د پروان د معلوليت لرونکو د ټولنيزو شورا مشر همدرد شکايت وکړ چې په روان کال کې د حج فريضې د ادا کولو لپاره لسو معلولينو عريضې ورکړې وې، خو يوازې پنځه کسان يې د پيسو د ورکړې په بدل کې ومنل شول.

 د پروان ولايت د ارشاد، حج او اوقافو رياست مشر معراج الدين ماجد وويل چې په ١٣٩٥ لمريز کال کې له پروان ولايت څخه څوک د اسلامي هېوادونو يا موسسو په مرسته د حج فريضې اداکولو لپاره نه دي تللي.

هغه هم تاييد کړه چې په دې کال کې له دې ولايت نه حج ته د ټولو ٥٢٣ کسانو له ډلې پنځه کسان معلولين وو.

هغه زياته کړه ، کومه ونډه چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په کلني ډول دې ولايت ته مشخصه کړې، له ډلې يې پنځه معلولين هم د يوه اندازه پيسو په ورکولو سره حج ته استول کېږي.

دا پنځه کسان ددې ولايت د ټولو حاجيانو له يوې سلنې کمه برخه جوړوي.

 د ارشاد، حج او اقافو وزارت د حج او زيارت رييس قاضي فيض محمد مختار هم وويل چې په وروستيو ١٢ کلونو کې چې دى پر دې څوکۍ کار کوي، کوم هېواد يا موسسې له دغه وزارت سره د حاجيانو د حج د لګښتونو لپاره پيسې نه دي ورکړې.

خو هغه زياته کړه چې د وزارت د لارښوونې سره سم، په هر ولايت کې پنځه معلولين بايد په فوق العاده ډول د هغو کسانو په لړليک کې شامل شي چې د حج لپاره سعودي ته استول کېږي.

د نوموړي په خبره، پاتې معلوليت لرونکي بايد د قانون او کړنلارې سره سم د نورو کسانو په څېر فهرست ته  داخل او حج ته واستول شي.

د ځمکې نومرې د معلولينو د حقونو په ٢٤مه ماده کې راغلي چې ښاروالۍ د ولايتونو په مرکزونو کې د ځمکو د نومرو د وېش پرمهال بې سرپناه معلولينو ته له پنځوس سلنې تخفيف سره ونډه ورکړي.

په پروان کې ځينې معلولين دوى ته د ځمکو د نومرو له نه ورکولو شکايت لري، خو چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د زياتو معلولينو لپاره د ځمکو نومرې وېشل شوې او دا پروګرام دوام لري.

 په پروان کې ځينې معلولين دوى ته د نومرو پر وېش شکايت لري، خو چارواکي وايي چې د پروان ولايت ګڼو معلولينو ته يې د ځمکې نومرې ورکړې او دا بهير دوام لري.

مېرمن مشتري دانش وويل، په داسې حال کې چې تر اوسه يې د استوګنې لپاره د ځمکې نومره نه ده تر لاسه کړې، خو د معلولينو استازي( همدرد) څو ځله ترې د تذکرې کاپي او د معلوليت کارت اخيستى او ددې ځمکه يې اخيستې ده.

محمد اغا چې دواړه پښې يې د ماين په چاودنه کې پرې شوې او بوټ ګندي، شکايت لري چې ده ته هم له هڅو سره سره د ځمکې نومره نه ده ورکړل شوې.

 همدرد وويل چې په تېر يوه کال کې يې د حج او بېرته را ستنېدونکو چارو رياست څخه د ٣٠٠ معلولينو لپاره د ځمکونومرو د وېش غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه پورې اقدام نه دى شوى.

خو هغه زياته کړه چې دغه رياست له يادو شوو کسانو سره د ځمکو د نومرو د وېش ژمنه کړې ده.

د ولايت د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو مشر اقا شيرين خليل وويل چې د ځمکو د نومرو لپاره يې د معلولينو غوښتنې تر لاسه کړې او ټاکل شوې چې په متفرقه ډول او يا هم په يوه مشخص ځاى کې له ٥٠ سلنه تخفيف سره نومرې ورکړل شي.

 نوموړي زياته کړه چې د معلولينو لپاره د ځمکو د نومرو وېش له پخوا روان دى او په وروستيو پنځو کلونو کې معلوليت لرونکو ته د بګرام ولسوالى د باريکاب په (بينى اورسک) سيمه کې ٦٥٠ نومرې وړيا وېشل شوې دي.

هغه زياته کړه چې ددې سيمې نورې نومرې پر راستنو شوو کډوالو وېشل شوې دي.

د پروان ولايت د پوهنې ادارې مرستيال نظام الدين رحيمي وويل چې د استوګنې ٢٠ نومرې د هوفيان شريف د ښوونکو ښارګوټو کې معلوليت لرونکو ښوونکو ته په وړ ډول وېشل شوې دي.

د پروان ولايت مرستيال، شاهد هم وويل چې ټاکل شوې د بګرام په باريکاب کې د معلولينو لپاره يو ښارګوټى جوړ شي.

په ورته وخت کې په پروان کې د مدني ټولنې مشر محمد صابر صفار، د ملعولينو د ستونزو او شکايتونو پخلى وکړ او ويې ويل چې څو ځله يې له چارواکو سره شريک کړي دي.

هغه ټينګار وکړ چې په راتلونکي کې به هم د معلولينو له  حقونو څخه د سرغړونو د مخنيوي هڅه وکړي.

په پروان ولايت کې په بېلابېلو برخو کې د معلولينو شکايتونه داسې مهال کېږي چې د پژواک خبري اژانس د يوه څېړنيز راپور له مخې، په نورو ولايتونو کې هم د معلولينو حقونه تر پښو لاندې کېږي.

د يادو شوو راپورونو له مخې، په ښوونيزو برخو کې د معلولينو له حقونو او اطلاعاتو ته د لاس رسي د سرغړونې ترڅنګ، د معلولينو د حقونو او امتيازاتو قانون ٢٢مه ماده چې د هغوى درې سلنه دې دولتي ادارو ته جذب شي، د ډېرى ارګانونو له لوري رعايت شوې نه ده.

دا راپور څرګندوي چې ځينو معلولين سوال کولو ته اړ کېږي، ځينې يې د معلوليت په سبب له واده محروم شوي او ځينو نورو ته سپکاوى کېږي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.