ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان ناروغان او د کورنۍ غړي يې تورخم کې له ستونزو سره مخامخ دي

افغان ناروغان او د کورنۍ غړي يې تورخم کې له ستونزو سره مخامخ دي

author avatar
22 Jan 2017 - 17:03
افغان ناروغان او د کورنۍ غړي يې تورخم کې له ستونزو سره مخامخ دي
author avatar
22 Jan 2017 - 17:03

جلال اباد (پژواک، ۳ سلواغه ٩٥): پاکستان ته د درملنې لپاره تلوونکي افغان ناروغان شکايت کوي چې تورخم کې د پاکستانيو پوليسو له خوا ځورول کېږي او هلته د تګ لپاره اجازه نه ورکوي.

دوی وايي، که عاجل ناروغان يې هم پاسپورټ ونه لري، نو د پاکستان پوليس لخوا ورته د تګ اجازه نه ورکول کيږي.

په تورخم سرحدي ښارګوټي کې افغان امنيتي مسوولين هم دا ستونزه مني او وايي، هره ورځ په لسګونه دا ډول ناروغان په ساعتونو ساعتونو تر انتظار وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

د لغمان د قرغيو ولسوالۍ اوسېدونکی نصرت الله چې د خپلې خور د درملنې لپاره پاکستان ته پر لاره و، په تورخم کې پاکستانيو پوليسو يې د ورتګ مخه ځکه نيوله چې له خور سره يې پاسپورټ نه و.

نصرت الله د غرمې په شاوخوا دوولسو بجو د تورخم مزي ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، د سهار له اوو بجو همدلته انتظار دی او څوک ورته اجازه نه ورکوي.

دی زياتوي، په پېښور کې يې په يوه شخصي روغتون کې وخت اخيستی او که تر مازيګره ور ونه رسېږي، نو هلته تحويل کړې پيسې يې هم سوځي او د ناروغ وضعيت يې هم بدترېږي.

د ننګرهار د مومند درې ولسوالۍ د ګردي غوث اوسېدونکی خان محمد هم له سهاره تر غرمې د تورخم له مزي دېخوا په دې انتظار ولاړ و چې ګواکې پاکستاني پوليس به يې ناروغ ته د تګ اجازه ورکړي.

ده وويل: ((خپله پاسپورټ لرم، مريض مې پاسپورټ نه لري؛ خو د ناروغ د ډاکټر اسناد لرم، که تر سبا ور ونه رسيږو؛ نو مريض مې سختېږي؛ ځکه دوا يې خلاصيږي او بيا که نوره دوا ونه خوري؛ کېدای شي مړ شي.))

تورسرې خديجه له کونړ ولايت څخه تورخم ته پاکستان ته د تګ په نيت رسېدلې وه، خو هلته ورته اجازه نه ورکول کېده چې خپله ناروغه خور د درملنې لپاره پاکستان ته بوځي.

هغې پژواک ته وويل: ((خور مې په لاس او پښو فلج شوې، عصبي تکليف ورته پيدا شوی، ځان هېڅ نه شي کنټرولولی، جلال اباد کې راته ډاکټرانو ويل چې پېښور ته يې يوسه؛ خو دلته مو نه پرېږدي.))

په تورخم سرحدي ښارګوټي کې دېره افغان امنيتي ځواکونه هم دغه ستونزه مني او وايي، د ورځې په لسګونو دا ډول کسان سهار راځي او ماښام بېرته ناهيلي ستنېږي.

د سرحدي پوليسو يوه سرتېري د نوم نه خپراوي په شرط پژواک ته وويل، دا ستونزه په سرحد کې تر وروستۍ جګړې او بيا د پاکستان حکومت لخوا له پاسپورټونو پرته د نورو خلکو نه پرېښودو تر اعلان وروسته رامنځته شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.