ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شاهين قول اردو قوماندان: څوک چې  ملي اردو په ډلو ټپلو وېشي، خاينين دي

د شاهين قول اردو قوماندان: څوک چې ملي اردو په ډلو ټپلو وېشي، خاينين دي

author avatar
22 Jan 2017 - 17:05
د شاهين قول اردو قوماندان: څوک چې  ملي اردو په ډلو ټپلو وېشي، خاينين دي
author avatar
22 Jan 2017 - 17:05

مزارشريف (پژواک، ۳ سلواغه، ۹۵): د  شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان هغه خلک خاين وبلل چې په سياسي، سيمه ييزو او مذهبي ډلو د ملي اردو د سرتېرو د وېشل کېدو هڅې کوي.

د يادې قول اردو قوماندان تورن جنرال مهمند کټوازي، دغه څرګندونې د سلواغې په ۳مه، د شاهين قول اردو د تعليمي مرکز د ۳۵ کنډک د فارغينو په غونډه کې وکړې.

نن له ياد کنډک څخه ۱۰۴۸ تنه د لومړنيو مسلکي زده کړو له تر سره کولو وروسته د ملي اردو ليکو ته ور وپېژندل شول.

د شاهين قول اردو د تعليمي مرکز قوماندان ډګروال عطاءالله پژواک خبري اژانس ته وويل، فارغ شوو سرتېرو دوه مياشتې او لس ورځې زده کړې وکړې.

نوموړي زياته کړه، په دغه موده کې ځوانان د نظامي زده کړو له لومړنيو بنسټونو سره اشنا شول او د دې جوګه شول چې په ملي اردو کې دنده تر سره کړي.

هغه وايي: ((دغه ځوانان  د فزيکي زده کړو ترڅنګ له بېلا بېلو وسلو سره اشنا شول او د کارولو چل ور وښودل شو.))

د ملي اردو د نويو فارغ شويو سرتېرو په فراغت غونډه کې د شاهين قول اردو قوماندان تورن جنرال مهمند کټوازي په سرتېرو غږ وکړ، چې خاينان وپېژني او خبرو ته يې غوږ  ونه نيسي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ ملي اردو يو، موږ په سياسي، منطقوي او مذهبي ګروپونو نه تقسمېږو.))

تورن جنرال کټوازي، هغه خلک چې د ملي اردو سرتېري په دغو ګروپونو وېشي، خاين وبلل او له سرتېرو يې غوښتنه وکړه، چې دغه خلک که په هر مقام کې وي، خبره يې وانه وري.

له نوو نظامي زده کړو فارغ شوي سرتېري محمدالله پژواک ته وويل، دوی نظامي زده کړې د وطن ساتنې لپاره کړې دي.

ده زياته کړه، دوی به هېچاته اجازه ورنه کړي  چې د وطن په زيان چارې ورباندې تر سره کړي.

د شاهين قول اردو د چارواکو په وينا، له تېرو لسو کلونو راهيسې د دغې قول اردو له جوړېدو تر دې دمه يې څه باندې ۳۷زره ځوانان په نظامي زده کړو روزلي او د افغانستان ملي اردو ته يې معرفي کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.