ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نشه يي توکو ٤٤ قاچاق وړونکي نيول شوي

د نشه يي توکو ٤٤ قاچاق وړونکي نيول شوي

author avatar
22 Jan 2017 - 15:49
د نشه يي توکو ٤٤ قاچاق وړونکي نيول شوي
author avatar
22 Jan 2017 - 15:49

 

 کابل(پژواک،٣سلواغه ٩٥):پوليسو په تېره يوه مياشت کې ٤٤کسان د نشه يي توکو او الکولي مشروباتو د قاچاق په تور نيولي دي.

د نشه يي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې عدلي اوقضايي مرکز د مطبوعاتو مسوول او وياند احمدخالد موحد پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادکسان د روان کال په مرغومې مياشت کې په ننګرهار،کابل،نيمروز،پروان، پکتيا اوبلخ ولايتونوکې  د پوليسو له لوري نيول شوي دي.

 نوموړي زياته کړه چې له ټولو نيول شووکسانوڅخه څه باندې ٢٠١ کيلوهيرويين،٣٥١کيلوګرامه مورفين،څه باندې ٦ټنه او ٢٦٢کيلوګرامه ترياک،شاوخوا ٢ټنه چرس، يوټن او٩٤کيلوګرامه جامدکيمياوي توکي، ١٨٠ ليتره اوبلن کيمياوي توکي او ٣١١ ليتره الکولي مشروبات ترلاسه کړي دي.

د سرچينې په وينا،ډيرى توکي يې په ننګرهار،نيمروز اوکابل ولايتونو کې نيولي دي.

 موحد يادونه وکړه چې دمګړۍ نيول شوي کسان له اړوندو دوسيوسره د نشه يي توکو اومسکراتو پر وړاندې د مبارزې عدلي اوقضايي مرکز تر عدلي اوقضايي تعقيب لاندې دي.

د يادونې ده چې د روان کال په مرغومې مياشت کې د نشه يي توکو اومسکراتو د  ٤٨قضيو په تړاو،٥١کسان د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه نيول شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.