کابل (پژواک، ٣ سلواغه ٩٥): ولسمشر غني د کريم خليلي په مشرۍ د پیر سید احمد ګیلاني د جنازې، تدفین او فاتحې مراسمو د ترسره کولو لپاره کمیسیون موظف کړ.
د سولې عالي شورا رييس، د محاذ ملي ګوند مشر او جهادي رهبر پير سيد احمد ګيلاني، تېره ورځ ماښام په کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو. نوموړى کابو يو کال وړاندې (د ١٣٩٤ کال د کب په ٢مه)، د ولسمشر اشرف غني له خوا د سولې عالي شورا د رييس په توګه ټاکل شوى و.
د سولې عالي شورا له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نوموړي جنازه به سبا په ارګ کې ترسره شي او بيا به د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شي.
له بلې خوا د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني او د هېواد ملي، سیاسي او جهادي شخصیتونو او د کابینې غړو، نن سهار په ارګ کې د سولې عالي شورا د رئیس پیر سید احمد ګیلاني د کورنۍ غړو ته د تسلیت او ډاډګيرنې مراتبو د څرګندولو تر څنګ د پیر صاحب د جنازې، تدفین او فاتحې مراسمو په اړه مشورتي ناسته وکړه.
سرچينه کاږي، په دغې ناسته کې چې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، ولسمشر غني د سولې عالي شورا رئیس پیر سید احمد ګیلاني د هېواد عرفاني، جهادي او ټولو افغانانو ته د قدر او درناوي وړ شخصیت وباله او د نوموړي د وفات له امله یې د مرحوم د کورنۍ غړو، د افغانستان ولس او ټولو سیاسیي او جهادي شخصیتونو ته تسلیت ووایه.
سرچينه زياتوي، اشرف غني د سولې عالي شورا د مرستیال محمد کریم خلیلي په مشرۍ یو کمیسیون ته چې د سولې عالي شورا مرستیال مولوي خبیر، د سولې عالي شورا غړی حاجي دین محمد، د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري، د جمهوري ریاست سلاکار نجیب الله مجددي، په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی ډاکټر محمد اکرم خپلواک، د جمهور رئیس سلاکار فاروق وردګ، د ننګرهار والي محمدګلاب منګل، د جمهوري ریاست سلاکار اسدالله وفا، د حج او اوقافو وزارت معین عبدالحکیم منیب، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال قدم شاه شهیم، د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین ستر پاسوال عبدالرحمن رحمان، د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست عبدالباقي پوپل، د چارو ادارې مرستیال فریدون الهام او د ملي امنیت عمومي ریاست معاون عبدالمتین بېک یې غړيتوب لري، دنده وسپارله چې د مرحوم پیر سید احمد ګیلاني د جنازې، تدفین او فاتحې مراسمو د ترسره کولو لپاره بشپړ تیاری ونیسي.
د خبرپاڼې په حواله، محمد اشرف غني او د دغې مشورتي ناستې ټولو ګډونوالو د افغانستان د جهاد او د سولې د مذاکراتو په برخه کې د سولې عالي شورا د رئیس پیر ګیلاني خدمتونه د قدر وړ او د هغه رول اساسي او کلیدي وباله.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغې مشورتي ناستې ګډونوالو په پای کې یو ځل بیا د پیر ګيلاني کورنۍ او د افغانستان مجاهد ولس ته د تسلیت او ارواښاد ته د خدای تعالی په دربار کې د دفردوس جنت دعا وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن